Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنی تاوتریخوالی؛ فاریاب کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې ده

[restrict paid=”true”]

میمنه (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په فاریاب کې ځایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې دوو ښځو د کورني تاوتریخوالي له امله ځانونه وژلي دي.

د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني د غویي په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښې د دغه ولایت په شرین‌تګاب او بلچراغ ولسوالیو کې شوې دي.

هغه زیاته کړه، تېر ماښام یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د بلچراغ ولسوالۍ په مرکز کې ځان زندۍ کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

فرقاني د دې ځانوژنې انګېزه کورنی تاوتریخوالی په ګوته کړ.

بلخوا د یادې ولسوالۍ دوو باوري سرچینو پژواک ته وویل چې یاده نجلۍ کوژدنه شوې وه، خو په خوښه یې نه وه؛ ځکه یې ځان زندۍ کړی دی.

فرقاني دغه راز وویل چې د دغه ولایت د شیرین‌تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې هم یوې ۱۹ کلنې مېرمنې د مږک درمل په خوړلو سره ځان‌وژنه کړې ده.

د هغه په وینا، دې مېرمن هم د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې او یو ماشوم ترې پاتې شوی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.