میمنه (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې دوو ښځو ځانوژنه کړې، بلخوا په قیصار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یو اته کلن ماشوم مړ شوی دی.
یوې حکومتي سرچینې چې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل، د فاضلې په نوم یوې ۱۷ کلنې ښځې په قلعه شان سیمه کې د موږکو دوا په خوړلو سره ځان مړ کړی دی.
سرچینې زیاته کړه، دغه ښځه اصلاً د پښتونکوټ ولسوالۍ د چقماق کلي اوسېدونکې وه چې د ګرزیوان ولسوالۍ په قلعه شان کې واده شوې وه.
دغه راز سرچینې وویل چې د جمیلې په نوم یوې بلې ۲۸ کلنې ښځې د ګرزیوان ولسوالۍ په دهندره سیمه کې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
د ګرزیوان ولسوال مولوي حمیدالله دانش د یادې کلنې ښځې ځانوژنه تایید کړې، خو ویې ویل چې د دې قضیې او ۱۷ کلنې ښځې د ځان وژنې پېښو جزئیات ورته نه دي ورکړل شوي.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر یادې دواړه پېښې تاییدوي او وایي، فاضله چې واده شوې وه، د موږکو د دوا په وسیله ځان وژلی او جمیلې د ګرزیوان په دهندره کلي د خپل کور د خونې په چت پورې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یوې حاملې ښځې ځانوژنه کړې وه.
د یوه بل خبر له مخې، تېره ورځ د قیصار – المار پر لویه لاره د نهرین په سیمه کې د یوې ترافیکې له امله یو ۸ کلن ماشوم مړ شوی دی.
د فاریاب د ترافیکو امریت د حادثاتو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک ته وویل، یوه فلانکوچ موټر چې د المار ولسوالۍ پر لور روان و، په نهرین سیمه کې د هجرت الله په نوم یو اته کلن ماشوم وهلی دی.
هغه زیاته کړه، ماشوم د پېښې په ځای کې مړ شوی او د کمال الدین په نوم موټرچلوونکی نیول شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










