منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

فاریاب

۲۱۹ راپورونه

راپورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د اصحاب کهف غار لرغوني اثار لوټ شوي

د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.

غړي

د پوهنې رییس: فاریاب کې ۱۸۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زده‌‎کړې کوي.

غړي

میمنه کې یو کس په ډزو وژل شوی

د فاریاب مرکز میمنې ښار امنیتي سرچینې وایي، په دغه ښار کې یو کس په ډزو وژل شوی او د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

فاریاب کې د یوه چارواکي له خوا د خپل زوی د دوو قاتلینو بښل؛ خلک باید د دُښمنۍ پرځای د دوستۍ او یو بل منلو لاره غوره کړي

د فاریاب یوه حکومتي چارواکي د خپل زوی دوه قاتلان وبښل؛ دیني عالمان او د سیمې خلک د هغه دا کړنه ستایي او وايي، که په ټولنه کې که څوک دُښمني لري نو له بښنې دې کار واخلي او د دُښمنۍ پرځای دې، د مینې او یو بل منلو لار غوره کړي.

غړي

د فاریاب ولایت د علماوو شورا جوړه شوه

چارواکي وایي، د فاریاب ولایت د علماوو شل کسیزه شورا جوړه شوه او دغه شوار به د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.

د فاریاب د کوهستان اوسېدونکي د ښوونکو له کمښت، د کتابونو او خوندي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري

د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، د نجونو په ځینو ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له امله، له نهم ټولګي کښته نجونې تدریس کوي؛ د پوهنې  مسوولین د دې ستونزې په تایید سره وايي، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د فاریاب ولایت د اقتصاد رییس و وژل شو

ځایي مسوولین وایي چې د فاریاب ولایت د اقتصاد رییس د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی. د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس الله محمدي ددې خبرې په…

غړي

فرېب‌کارانو د فاریاب ځیني خلک تېر ایستلي او پیسې یې ترې اخیستې

د فارياب د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت وايي، يو شمېر ناوړه ګټه اخیستونکو د مخابراتي شبکو له شمېرو په استفادې، د دغه ولايت ځیني اوسېدونکي په دې پلمه چې ګواکې لویه جاېزه یې ګټلې، دوکه کړي او ډېرې پیسې یې ترې اخیستې دي.

غړي

فاریاب کې له ۷۰ سلنې ډېرې شنې‌خونې په کمه بیه پلورل شوې دي

په فاریاب کې بزګر او مسوولین وایي، په تېرو لسو کلونو کې د تېر نظام پر مهال له ۷۰ سلنې ډېرې شنې‌خونې چې د کرنې د ودې، د خوړو بسیاینې، د بې‌وزلۍ کمولو او د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې، د زړو اوسپنو په توګه پلورل شوې یا له استفادې وتلې دي.

نور راپورونه