ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د یوه چارواکي له خوا د خپل زوی د دوو قاتلینو بښل؛ خلک باید د دُښمنۍ پرځای د دوستۍ او یو بل منلو لاره غوره کړي

فاریاب کې د یوه چارواکي له خوا د خپل زوی د دوو قاتلینو بښل؛ خلک باید د دُښمنۍ پرځای د دوستۍ او یو بل منلو لاره غوره کړي

author avatar
25 Dec 2022 - 16:46
فاریاب کې د یوه چارواکي له خوا د خپل زوی د دوو قاتلینو بښل؛ خلک باید د دُښمنۍ پرځای د دوستۍ او یو بل منلو لاره غوره کړي
author avatar
25 Dec 2022 - 16:46

میمنه (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د فاریاب یوه حکومتي چارواکي د خپل زوی دوه قاتلان وبښل؛ دیني عالمان او د سیمې خلک د هغه دا کړنه ستایي او وايي، که په ټولنه کې که څوک دُښمني لري نو له بښنې دې کار واخلي او د دُښمنۍ پرځای دې، د مینې او یو بل منلو لار غوره کړي.

درې میاشتې مخکې د فاریاب د استخباراتو رییس زوی د هغه د دوو ساتونکو له خوا په تېروتنې سره د وسلې په ډز ووژل شو، وروسته د پېښې عاملین ونیول او بندیان شول.

د مقتول پلار وایي، د زوی د قاتلینو په بښلو سره غواړي چې نورو ته الګو شي.

قاري عبدالباسط

د فاریاب د استخباراتو رییس حاجي غلام فاروق مدبر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې ۲۲ کلن زوی یې قاري عبدالباسط شاوخوا درې میاشتې مخکې د ده د دوو ساتونکو له خوا په تېروتنې سره په ډزو ووژل شو.

مدبر زیاته کړه، کله چې زوی یې ووژل شو، دی په کابل کې په یوه ښوونیز سیمینار کې و، دواړه فاعلین د اپراتیفي معاونیت له خوا ونیول شول او په بند کې وو.

نوموړي زیاته کړه، په سرپل کې د زوی د تدفین او فاتحې له مراسمو ۱۷ ورځې وروسته بېرته فاریاب ته راغی او د وژلو د قضیې څرنګوالي په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

هغه قضیه داسې بیان کړه: «زما زوی قاري عبدالباسط او زما دوه ساتونکي زبیر او طلحه په یوه کوټه کې ناست وو، زبیر او طلحه وسله پاکوله چې سهواً ډز شوی، زوی مې دا مهال د کتاب پر مطالعې بوخت و چې مرمۍ پرې ولګېده او شهید شو.»

حاجي غلام فاروق مدبر خپل زوی یو حلیم او د قران‌کریم حافظ وباله، وایي: «۱۴ میاشتې مخکې کله چې د فاریاب د استخبارتو رییس په توګه و ټاکل شوم، په دې موده کې قاري عبدالباسط د ارشیف د مدیر په توګه کار کاوه؛ خو تر شهادته یې د دغه ریاست پرسونل په دې پوه نه ول چې دی زما زوی دی، زما په موقف مغررو نه و؛ څه موده مخکې مې ورته کودژه کړې وه او ۱۵ ورځې وروسته مې ورته واده کاوه چې شهید شو.»

مدبر د خپل زوی د قاتلینو د بښنې په اړه وویل، دا صلاحیت یې لره چې انتقام واخلي او نظامي محکمې ته یې وسپاري، قصاص یې کړي، یا دیت واخلي، خو د درېیو میاشتو په ترڅ کې یې فکر وکړ چې له بښنې بله معقوله لار نشته.

نوموړي زیاته کړه، دواړه قاتلان یې خپلې شعبې ته راوغوښتل او د استخباراتو مسوولینو په حضور کې یې هغوی وبښل، هغوی یې په غېږ کې ونیول او د هغوی د دوو میاشتو معاش چې دوی په زندان کې وو هم ورکړ.

هغه وویل: «مخکې له دې چې څوک د منځګړیتوب په خاطر راشي، هغه دواړه قاتلان معاف مې کړل؛ ځکه په عفوه کې د الله رضا د رسول‌االله او د صحابه‌وو سنت پر ځای کېږي او د یوه کس مېړانه ثابتېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د زوی د دوو قاتلینو په بښلو سره یې وغوښت چې نورو ته یوه الګو شي، څو خلک له دُښمنۍ او غچ اخیستنې تېر شي، یو بل ومني او لکه وروڼه ژوند وکړي.

د سیمې اوسېدونکو د استخباراتو د رییس دغه کار وستایه.

د میمنې ښار یوه اوسېدونکي محمدعارف د فاریاب د استخباراتو رییس له خوا د زوی د دوو قاتلینو بښل وستایل وایي، په ټولنه او د کورنیو په منځ کې چې له کلونو راهیسې دُښمني موجود ده، آن د ډېرو بدو پېښو لامل ګرځېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه، ټولې هغه کورنۍ چې په خپلو کې دښمني لري، د استخباراتو د رییس کړنه دې ځانته الګو کړي او دُښمنې دې پر دوستۍ بدلې کړي.

د میمنې ښار یوه بل اوسېدونکي احمدخالد د استخباراتو د رییس کړنه ستایي؛ خو اندېښمن دی، هغه خلک چې له نورو سره کینه او دُښمني لري، د سهوې په نوم، غچ اخیستنې او په وژلو لاس پورې نه کړي.

دیني عالمان: بښنه او عفوه یوه غوره کړنه او مېړانه ده.

د فاریاب د علماوو شورا غړی او د امام ابوحنیفه جومات خطیب مفتي نجیب‌الله قریشي د استخباراتو رییس حاجي غلام فاروق له خوا د خپل زوی د دوو قاتلانو بښل ځوان‌مردانه عمل یاد کړ.

هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم قول داسې نقل کړ: «پهلوان او قوي هغه څوک نه دی چې له مقابل لوري څخه انتقام واخلي، بلکې پهلوان او اتل هغه څوک دی چې خپل قهر او غضب کنټرول کړي او ګذشت ولري.»

نوموړی وایي، که څوک د قدرت په اوج کې وي، بشپړ صلاحیت او صلابت ولري، هغه کولی شي چې د خپل زوی له قاتلینو غچ واخلي او پر مقابل لوري غالب شي؛ خو هغه له غچ اخیستنې تېر شي او بښنه وکړي؛ په حقیقت کې د الله امر او د پیغمبر سنت یې اجرا کړی دی، د هغه دغه عمل د ستایلو دی.

یاد دیني عالم له هغو خلکو چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، غوښتنه وکړه چې د غچ اخیستنې په فکر کې دې نه اوسي؛ د فاریاب د استخباراتو کړنه دې ځانته یوه الګو وګرځوي څو په دردمنه ټولنه کې یو بل منل رامنځته شي او یو له بل سره ژوند وکړي.

تورن وایي، د استخباراتو رییس د دوی د تمې خلاف هغوی ته عفوه وکړه.

د استخباراتو د رییس د زوی د قتل په قضیه کې تورن برهان‌الدین مشهور په طلحه وایي، درې کسان په یوه کوټه کې ناست وو، هغه خپله وسله پاکوله چې ترې سهوآً ډز وشو او د استخباراتو د ریس زوی قاري عبدالباسط ولګېد.

طلحه وویل، درې میاشتې د استخباراتو په نظارت‌خونه کې د محکمې حکم ته منتظر وو څو معلومه شي چې زندان ته ځي او که قصاصېږي.

نوموړي زیاته کړه، د دوی د ډار او بدګومانۍ خلاف چې د خپل راتلونکي په اړه یې درلود، د استخباراتو رییس هغه او ملګری یې زبیر په غېږ ونیول او د هغو دوو میاشتو معاشونه یې ورکړل چې په نظارت‌خونه کې وو

یوه بل تورن زبیر وایي، درې میاشتې یې په نظارت‌خونه کې تېرې کړې وې، تېره ورځ د استخباراتو رییس خپل دفتر ته را احضار کړ.

نوموړي وویل: «رییس صاحب چې کله دفتر ته وروغوښتو، فکر مې وکړ چې کېدای شي دی په خپله د قضیې په اړه پوښتنې وکړي او موږ تر فشار لاندې راولي، خو برعکس ویې خندل او زه یې په غېږ کې و نیولم، زموږ تنخوا یې راکړه او ویې ویل، ما تاسې بښلي یاست، په دې شرایطو کې داسې انسانان ډېر کم پیدا کېږي چې ځوان زوی  یې ووژل شي، قدرت هم ولري او غچ وانه اخلي، د حاجي صاحب دغه د دغې کړنې پور هيڅکله نشو ادا کولی.»

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.