منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فاریاب قیصار ولسوالۍ په یوه غره کې یو تاریخي عبادت‌ځای موندل شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۴۱ کتنې · تازه شوی

میمنه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت قیصار ولسوالۍ په یوه غره کې دننه یو لرغونی عبادت‌ځای راښکاره شوی دی.

د مسوولینو او ځايي خلکو په وینا، وروسته له هغه چې د قیصار ولسوالۍ په تیلک کلي کې یوه خاورینه غونډۍ وښویېده، يو تاريخي عبادت‌ځای چې ښايي څه باندې زر کاله مخینه ولري، راښکاره شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین مولوي محمدیونس راشد فاریاب ته د سفر په ترڅ کې له ځایي مسوولین سره له راڅرګند شوي یاد تاریخي عبادت‌ځایه لیدنه وکړه.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الله محمدي پژواک ته په مرکه کې وویل: «ځايي خلکو درې ورځې مخکې خبر ورکړ چې يو لوی غر ښویېدلی چې دننه يې يو جومات راښکاره شوی، ښايي د اسلام له لومړیو پېړیو سره تړاو ولري.»

محمدي زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو له معین، ځینو ځایي مسوولینو او دیني علماوو سره یوځای سیمې ته تللی، ویې لیدل چې یو ښکلی جومات یا عبادت‌ځای و، ځینو لیکنو او علایمو ته په کتو ښايي تر زر کاله ډېر قدامت ولري.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو کلونو کې له دې سیمې ځیني ترلاسه شوي تاریخي اثار ښیي چې پېړۍ وړاندې په سیمه کې حاکمان او پاچاهان وو، ښايي دا جومات هغه وخت جوړ شوی وي.

هغه زیاته کړه، د موضوع په اړه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته راپور ورکړی څو د لرغون‌پوهانو یو ډله ور واستوي او د یاد عبادت‌ځای لرغونتوب معلوم کړي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه راز وايي، خلکو او ځايي مسوولینو ته یې دنده سپارلې چې د یاد جومات ساتنه وکړي، چا ته اجازه ور نه کړي چې هلته کیندنه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین مولوي محمدیونس راشد له پژواک سره په مرکه کې وویل، له ځايي مسوولینو سره د قیصار ولسوالۍ تیلک کلي ته ولاړ، له تازه کشف شوي عبادت‌ځایه یې لیدنه کړې، دا واقعاً د حیرانتیا ځای دی چې د غره په زړه کې داسې عبادت‌ځای شتون لري.

راشد وویل: «دا ابده کوچنۍ ده، یوازې د څو کسانو ځایولو وړتیا لري، څرګنده نه ده چې دا جومات دی، چله‌خانه یا که د پخواني مشرانو خانقاه؟ ښايي قدامت یې ډېر وي، په اوسني عصر کې د غره په زړه کې د داسې ځای کيندل ناشوني ښکاري.»

هغه وویل چې د یادې ابدې انځورونه يې اخیستي او د وزارت د لرغونپوهانو ډلې ته یې سپاري، هغوی به معلومه کړي چې دا ودانۍ د کومې دورې ده.

ځايي اوسېدونکی فرهاد وايي، ځايي خلکو له کلونو راهیسې د خټو لپاره له یاد غره خاوره وړه، دا لامل شو چې درې ورځې مخکې غر وښویېږي.

هغه زیاته کړه، د غره له ښویېدو وروسته یو سوری ښکاره شو، هغه یې پاک کړ، ویې لیدل چې دننه یې یو جومات چې درې محرابونه، حک شوې شمع‌داني او ځيني خطونه لري، موجود دی، موضوع یې له مسوولینو سره شریکه کړه.

هغه زیاته کړه، د غره دننه د جومات شتون ټول حیران کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور