مسوولین: لوګر کې دولتي روغتونونه د درملو له جدي کمښت سره مخ دي
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د پنځو ولایتونو د ٦٤ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سيالۍ چې تېره اونۍ پیل شوې وې، نن د دغه ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې شاوخوا زر جریبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې دي.
د لوګر ولایتي روغتون مسوولین وايي، په تېره يوه اونۍ د نسناستي پر ناروغۍ اخته ۲۰۰ ماشومان دغه روغتون ور وړل شوي چې له ډلې يې يو ماشوم مړ شوى دى.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، اوس مهال د دغه ولایت په دولتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې ټولې ١١٠ قابلې کار کوي چې ښځینه ناروغانو ته بشپړ خدمات نه شي وړاندې کولی او هڅه کوي په یادو روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېر کړي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت ښوونځیو پر شاوخوا ۲۱ زره زدهکوونکو درسي توکي وېشل کېږي.
د لوګر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له خوا د جوارګرۍ او زرکانو جنګولو په تور نیول شوي ٣٠ کسان بېرته خوشي شول. د باختر اژانس خبر له مخې، د دغه ولایت…
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.
د لوګر د کرکټ امریت وايي، د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې چې يوه مياشت به دوام ولري.
د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۳ پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر حکومتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د سېلابونو راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جريب کرنيزې ځمکې ويجاړ شوي دي.
د لوګر امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ۷ میلیون افغانیو په لګښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
حکومتي مسوولين وايي، په بغلان ولایت کې يو ماشوم او په لوګر ولایت کې يو ځوان وژل شوي دي. د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن (د غبرګولي ۵مه) پژواک…
په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۵ سوه جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
لوګر کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې بیارغول کېږي.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د پنځو پروژو د چارو په پیلېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابر شوه.
د لوګر د ورزش ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوګر اتلانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د رواني ناروغانو د درملنې دوه مرکزونه پرانیستل شول.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې ۵۰۰ نجونې د یوه دارالعلوم له شپږم پورته ټولګیو ته جذب شوې دي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور…
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو يو کس له لفظي شخړې وروسته وژل شوى او د يو بل خبر مخې، په لوګر کې هم دوه کسان په جلا-جلا پېښو کې وژل شوي دي.
د لوګر په مرکز پل علم کې د اتحاد په نوم خصوصي راډيو په (۹۱.۹) اف ام څپو نشرات پیل کړل.