لوګر کې یوه لرغونې ساحه چې ۳۵۰ کاله مخینه لري، کشف شوې ده
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اړوند وزارت او ولایتي ادارې په ګډو هڅو د مرکز پل علم اړوند په «سپېڅ» سیمه کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده. د دغه ولایت…
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د اړوند وزارت او ولایتي ادارې په ګډو هڅو د مرکز پل علم اړوند په «سپېڅ» سیمه کې یوه لرغونې ساحه کشف شوې ده. د دغه ولایت…
د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د محمداغې ولسوالۍ د «سرخ اب» اوبو بند له ۲۰ کلونو وروسته یو ځل بیا د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره فعال شو.
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د څو میاشتو مخکې اورښتونو او سېلابونو له امله بېځایه شوې سلګونه کورنۍ لا هم په کمپونو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي چې د ژمي په راتګ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت یو کیلومتر کلیوالي سړک او زر متره محافظتي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست له لوري په مرکز پل علم کې د «فکري انسجام» په نوم د والیبال پیل شوې سیالۍ د کلنګار ټيم په بریا پای ته ورسېدلې. د دغه…
د لوګر د مرکز پل علم او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۳۰۰ نوي سیمهییز ټولګي پرانیستل کېږي چې له زدهکړو بېبرخې ۱۰ زره هلکانو او نجونو…
د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو، د ۶۰۰ متره استنادي دېوال جوړولو او ۴۷ کیلومتره کانال پاکولو درې پروژې بشپړې شوې. د…
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مرکز پل علم کې د «فکري انسجام» په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، په یوه تازه ګام کې یې په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکيبرک، خروار، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د روشن، اېمټي اېن، اتصالات، افغان بېسیم او سلام مخابراتي شبکو ۱۰ سايټونه فعاله کړل.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مرکز پلعلم کې د شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو د هڅونې او همغږۍ غونډه رابلل شوې وه.
د لوګر د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست وایي، د اړوند وزارت په مالي لګښت د دغه ولایت په مرکز پل علم او برهکي برک ولسوالۍ کې د پيازو ساتنې ته ۱۲ سړېخونې جوړېږي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت له مرکز پل علم تر ازرې ولسوالۍ ۴۷ کیلومتره سړک د غنمو په بدل کې د ګومارل شوو سلګونو کسانو له خوا ورغول شو.
په لوګر او ميدان وردګ ولایتونو کې له څه باندې ۹ زره اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په لوګر کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې ۱۱ اوونۍ مخکې د ولایت په کچه پیل شوې وې، د برهکي برک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري پر ۱۶ زره زدهکوونکو درسي توکي وېشل کېږي.
وروسته له هغه چې د «اسلامي امارت» مشر ملا هبتالله اخندزاده پر مجرمانو د قصاص او شرعي حدودو جاري کولو امر وکړ، د لومړي ځل لپاره د لوګر ولایت استېناف محکمې له لوري د یوې علني محاکمې په ترڅ کې د درېیو ښځو په ګډون، ۱۷ کسان- چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو- په دُرو ووهل شول.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالۍ کې له ۶۰۰ کورنیو سره د لمریزې برېښنا وسایلو مرسته وشوه.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د شیدو د تولید په موخه د غواګانو ساتلو صنعت پراختیا موندلې او د مېرمنو په ګډون سلګونه کسان له دې لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې د ۹۳ ښځو په ګډون، ۶۰۰ ښوونکي پر دندو وګومارل شول. د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند…
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت مرکز پل علم اړوند په «نیازیو» کلي کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز او یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه ۲۵ کلن ځوان مړی موندل شوی چې تر ربړونې وروسته په ډزو وژل شوی دی.