ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې شوې

لوګر کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې شوې

author avatar
17 Dec 2022 - 15:14
لوګر کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې شوې
author avatar
17 Dec 2022 - 15:14

پل‌علم (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۷ کیلومتره سړک د جغل اچولو، د ۶۰۰ متره استنادي دېوال جوړولو او ۴۷ کیلومتره کانال پاکولو درې پروژې بشپړې شوې.

د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، په ازرې ولسوالۍ کې یادې درې پروژې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې پر ۷ کیلومتره سړک د جغل اچول، د ۶۰۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول او د ۴۷ کیلومټره کانال پاکول شامل دي.

دی وايي، په دغو پروژو کې د سیمې ۸۰۰ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.