منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۹ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ماشومانو

۱۴۷ راپورونه

راپورونه

د ماشومانو لپاره د بسته‌بندي شوو خوراکونو د زیانونو په تړاو د پژواک له یوه راپوره هرکلی

د صحت طفل روغتون سرطبیب او ځینو ډاکټرانو د «د ماشومانو لپاره په بسته‌بندي شوو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ» په عنوان د پژواک وروستی راپور د عامه پوهاوي کچې په لوړېدو او د یادو خوراکونو د پلور د مخنیوي لپاره د مسوولینو د پاملرنې جلبېدو کې اغېزناک ګام بللی دی.

په ماشومانو کې د «اوتیسم» په اړه د پژواک له راپور څخه د ډاکټرانو او ټولنیزو شبکو کاروونکو هرکلی

د کابل د طبي علومو پوهنتون د روغتیايي موسسو چارو مرستیال، یو شمېر ډاکټرانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د «په ماشومانو کې اوتیسم، نښې او د تشخیص او درملنې لارې چارې یې» تر عنوان لاندې د پژواک خبري اژانس راپور د عامه پوهاوي کچې لوړولو برخه کې مهم او ګټور بللی او د ورته راپورونو خپرولو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

د ماشومانو لپاره په بسته‌بندي شوو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ

په داسې حال کې چې د ماشومانو لپاره د پاپړ، چپس او بیسکېټو په څېر بسته‌بندي شوو خوراکونو د دوکاندارانو بازار تود ساتلی، خو روغتیايي متخصصین او د عامې روغتیا وزارت وايي، په یو شمېر دغو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه کارول شوي چې په اوږدمهال کې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوونکي دي.

ماشومانو کې د «اوتیسم» نښې او د دغه اختلال د تشخیص او درملنې لارې چارې

ډاکټران وايي، په هېواد کې د «اوتیسم» په اړه د ځینو کورنیو نه پوهاوی د دې لامل کېږي چې په ماشومانو کې دغه اختلال ناوخته تشخیص شي. هغوی ټینګار کوي، که په ماشومانو کې ځینې نښې لکه په خبرو کې اختلال، اړیکې نیولو کې ستونزه او د سترګو له لارې نه تماس ولیدل شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

غړي

یونیسف: تېره جنوري میاشت په افغانستان کې د لسګونو خوارځواکو ماشومانو درملنه شوې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اختیه له پنځو کلونو د کم‌عمره ۲۱۳ ماشومانو درملنه شوې ده.

کابل کې د سړې هوا له امله په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

د هوا له سړېدو سره یو شمېر کابل ښاریان په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو له ډېرېدو شکایت کوي، بلخوا ډاکټران د حفظ‌الصحې رعایتول، د مور په شېدو سره د ماشومانو تغذیه او ناروغ ماشوم له روغو ماشومانو لرې ساتل د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغېزناک بولي.

د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص: پر سینه بغل د اخته ماشومانو له کورنۍ درملنې څخه ډډه وکړئ

نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو یو متخصص تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي توګه سینه بغل خطرناک بولي، له کورنیو غواړي چې د سینه بغل نښو د لیدو په صورت کې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.

ارواپوهان: د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له‌خوا د موبایلونو ډېر کارول د هغوی زده‌کړې، ذهن او چلند اغېزمنوي

ځینې ارواپوهان وايي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د موبایلونو او ټولنیزو شبکو ډېر کارول د هغوی پر زده‌کړو، ذهن او چلند منفي اغېز کوي او ان د ژر بلوغ ته رسېدو او جنسي انحرافاتو لامل یې هم کېږي.

ډاکټران: د سینه‌بغل پر ناروغۍ د اخته ماشومانو له ‌خپل‌‌سري درملنې ډډه وکړئ

ډاکټران وایي، د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول سینه‌بغل ډېرېږي، کورنۍ باید پر سینه‌بغل د اخته ماشومانو له په خپل‌سري درملنې ډډه وکړي او پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال کړي.

د ماشومانو سالمې روزنې لپاره باید له کومو لارو چارو ګټه واخیستل شي؟

یوه ارواپوه وايي، د ماشومانو عاطفي وده له درې تر پنځه کلنۍ پیلېږي؛ که مور او پلار د اولادونو روزنې لپاره په دغه سني پړاو کې سمې لارې چارې غوره نه کړي، په راتلونکي کې به غوسه‌ناک او ضدي انسانان جوړ شي.

غړي

بغلان کې څه باندې ۲۹ زره ماشومانو ته په «سیمه‌ییزو‌ ټولګیو» کې زده‌کړې ورکول کېږي

د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري په ګډون د شپږو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې څه باندې ۲۹ زره ماشومان د بېلابېلو موسسو له لوري په جوړو شوو کلیوالي ټولګیو کې زده‌کړې کوي.

غړي

درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې  

د کندوز سیمه‌ییز مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۷۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

غړي

د هلمند مرکزي روزنتون کې ۳۰۰ ماشومانو ته د زده‌‌کړو زمینه برابره شوې

هلمند کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د «امام احمد ابن حبان بستي» روزنتون کې د سلو نجونو په ګډون درې سوه بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې یوه ځوان د نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته تر درېیم ټولګي پورې په خپل کور کې د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې خو اوس د ټولګیو او قرطاسیې له کمښت سره مخ دی.

نور راپورونه