ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او اوس عادي ژوند لري.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له دغه ریاست سره د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو او توکو مرسته وکړه.
د اروپا کمېسیون اعلان کړی چې روان ميلادي کال به د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي تجهیزاتو او یو شمېر وسایطو مرسته وشوه.
عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د انفلونزا او مننجیت (Meningitis) ناروغیو د ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري له دغه ریاست سره د ۷۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته وشوه.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې هند له افغانستان سره د انفلونزوا او «مننجیت» ناروغیو د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده.
د روسیې فدراسیون په افغانستان کې د اړمنو کورنیو ملاتړ لپاره ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ته ورکړي دي.
کابل کې د چین سفیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۱۶۰ کورونو جوړولو او له هغوی سره د ۳۰ میلیونه ینه نغدي مرستې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) د لوګر ولایت له دولتي ښوونځیو سره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.