منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.و
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

میدان‌وردګو

۱۳۷ راپورونه

راپورونه

ملا خیرالله خیرخواه د میدان‌وردګو د والي او شېراحمد عثماني د اطلاعات او فرهنګ د وزیر په توګه وټاکل شول

د ځینو نورو ټاکنو ترڅنګ د لغمان مخکنی والي شیخ شېراحمد حقاني د اطلاعات او فرهنګ د وزیر په توګه او د اطلاعات او فرهنګ مخکنی وزیر ملا خیرﷲ خیرخواه د میدان‌وردګو د والي په توګه ټاکل شوي دي.

میدان‌وردګو کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

د میدان‌وردګو د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ اختلاف چې د یوه کس د وژل کېدو لامل شوی و، د سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېد.

د وچکالیو له امله د اوبو کمېدو د میدان‌وردګو د جغتو ولسوالۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي

د میدان‌وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وایي، د وچکالۍ له امله یې کښتونه وچ او زیانمن شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه دې بندونه ورته جوړ کړي.

میدان‌وردګو کې د ځايي کوچیانو او سیمې خلکو ترمنځ شخړه کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د میدان‌وردګو ولایت مقام وايي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوندو کې د ځایي کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې دوو وروڼو ژوند بایللی او پلار یې ټپي شوی دی.

نور راپورونه