میدانښار (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د میدانوردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون د نرخ ولسوالۍ د توکرک اسماعیلخېلو سیمې اړوند د بایخانخېلو کلي کې شوې ده.
سرچينې لیکلي چې مړ شوی ماشوم اته کلن و.
د میدانوردګو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ريیس مولوي فیضالله جلالي ویلي، د طبیعي پېښو له امله د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او چټکو اقداماتو اړتیا لا هم محسوسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP