ننګرهار کې يوه خصوصي شرکت ۳زره ښځو ته د غالۍ اوبدلو زدهکړې زمينه برابره کړې
په ننګرهار ولایت کې يوه خصوصي شرکت ۳۰۰۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو حرفوي زدهکړې زمينه برابره کړې چې موخه يې په دې برخه کې د کورنيو توليداتو زياتوالی او د ښځو پر ځان بسيا کول دي.
په ننګرهار ولایت کې يوه خصوصي شرکت ۳۰۰۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو حرفوي زدهکړې زمينه برابره کړې چې موخه يې په دې برخه کې د کورنيو توليداتو زياتوالی او د ښځو پر ځان بسيا کول دي.
د ننګرهار ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې يو کس له انسان تښتوونکو ژغورل شوی او په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام له لارې ۵۱ ټولګټې پروژې بشپړې شوې.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام/ UNDP په ۸،۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، يوه ښځه يې نيولې چې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې يې خپل خاوند وژلی دی.
د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري يو قومي مشر وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست مسوولين وايي، تر څلورو لسيزو وروسته يو ځل بيا د مالدارۍ دوه مهم عصري او مجهز فارمونه بېرته فعالوي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، تېره مياشت يې په جلالاباد ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰۲ کسان نيولي چې ښځې هم پکې شاملې دي.
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلو متره په اوږدوالي يو نوی کليوالي سړک جوړ شو. د دغه سړک کارونه شپږ مياشتې وړاندې پيل شوي وو…
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو او بټيکوټ ولسواليو کې د دوو کليو خلکو لپاره فرعي روغتيايي مرکزونه جوړ شول.
د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د اسلاميک ريليف موسسې په ۵ اعشاريه ۶ ميليونه افغانيو لګښت، د څلورو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د ښاري محکمې له لوري د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان د نامشروع اړيکو درلودلو په جرم په ٣٩-٣٩ دُرو وهل شوي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې يوه کس خپله ښځه وژلې ده او امنیه قوماندي وايي چې دغه کس د تېښتې په حالت کې نیول شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شوو کورنيو سره یې د مرستو لړۍ پيل کړه چې په لومړۍ ورځ په بټيکوټ ولسوالۍ کې پر سېلابځپلو کورنيو د سرپناه وسايل ووېشل شول.
د ننګرهار ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د پرلهپسې اورښت له امله يو کور په بشپړه توګه نړېدلی چې ٧ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې او ١٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له لوري د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د يوه کاریز د ترمیم او د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.…
د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د تېرې ورځې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له امله یې تر پنځه سوه ډېر کورونه ويجاړ شوي او زرګونه جريب کرنيزه ځمکه هم تخريب شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې او طبيعي افتونو له امله د دغه ولايت تاريخي ځايونه او ابدې زيانمنې شوې دي.
په ننګرهار کې د افغانستان بانک له لوري د افغانۍ زړو بانکنوټونو د چلښت په تړاو صرافانو او هټۍوالو ته نوې طرحه ورکړل شوه. د دغې طرحې له مخې، يوازې هغه بانکنوټونه چې شکل يې تغير شوی وي د چلښت وړ نه دي، خو پر نورو ټولو بايد راکړه ورکړه ترسره شي.
د شاوخوا پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د ننګرهار د تدريسي روغتون د دوو څانګو د بيارغونې چارې بشپړې شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د سږ کال له پيله تر اوسه په دغه ولايت څه باندې ٩٣ زره ټنه تازه سبزي توليد شوې چې د تېر کال په پرتله لوړوالى ښيي.
امنیتي مسوولین وايي، په بلخ ولایت کې نامعلومو وسلهوالو یو د ګذر وکيل وژلی او په ننګرهار کې یو کس د خپلې مېرمنې او ورور له خوا وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست وايي، هغه شپږ وسلهوال غله نيول شوي چې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخیستنې به يې په جلالاباد ښار او ولسواليو کې له خلکو پیسې او توکي اخيستل.
د استخباراتو لوی رياست وايي، امنيتي ځواکونو د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې يو ماشوم له سړي تښتوونکو څخه ژغورلی دی. سرچینې پرون پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې د ننګرهار د استخباراتو ریاست منسوبینو…