ننګرهار کې د اختر ورځو په ترافيکي پېښو کې ۴۱ کسان ټپيان شوي
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۴۱ ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۴۱ ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د ترافيکو مدیر وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې له اړتيا پرته د تېر نظام له لوري ۱۹ زره ريکشاوو ته اسناد ورکړل شوي چې ګڼه ګوڼه يې جوړه کړې ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله د شولو په کښت کې ۳۰ سلنه کموالی راشي.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په يوه مدرسه د لاسي بم برید شوی چې له امله یې ۸ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې خلک شکايت کوي چې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارويو بیې لوړې شوې او غواړي چې اړوند ادارې دې يې نرخونه کنټرول کړي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د سيمهييزو راډيوګانو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اووريزې سيالۍ پيل شوې چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې دېوال چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې تېر کال څه باندې ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي خو څوک يې مړه کړي نه دي.
په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شپېته کلنه دښمني چې پنځه کسان په کې له دواړو کورنیو وژل شوي وو، د قومي جرګې په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د سخت ورښت له امله د يوه کور د خونې چت غورځېدو له امله يو کس مړ شوى او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې په تېره يوه میاشت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲۸ کسان نيولي دي.
د ننګرهار د کانال رييس وايي، د وړم مالي کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی چې یو لامل يې له خصوصي سکټور سره يو ځاى کار کول دي.
د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په غرنيو سيمو کې د ځنګلونو وهنې او د لرګيو قاچاق د مخنيوي کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د ترانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي، د دغه ولايت ملکي هوايي ډګر چې په تېرو دوو لسيزو کې ترې نظامي ګټه اخېستل کېده، اوسمهال په بشپړه توګه د ملکي الوتنو لپاره چمتو شوی دی.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې ښځو ته د بېوزلۍ مخنيوي په موخه د سبزیجاتو کورنۍ باغچې جوړوي.
د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست له لوري په ګوشتې ولسوالۍ کې د وسله والو غلو هغه نهه کسيزه وسله واله ډله نيول شوې چې د طالبانو له نوم څخه په ګټه اخېستو يې له خلکو غلاوې کولې.
د ننګرهار د کانونو رياست وايي، په تېرو شاوخوا نهو مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته ۳۰۰زره ټنه شوکاڼی صادر شوی دی.
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د يونيسف ادارې په څلور نيم ميليونه افغانۍ مالي مرسته، د څښاک اوبو رسونې يوه شبکه جوړه شوه.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، په مومندرې ولسوالۍ کې هغه درې «انسان تښتوونکي» نيول شوي چې د طالبانو له نامه په ګټې اخیستنې يې درې کسان تښتولي وو. چارواکي وايي، امنيتي ځواکونه د دغې…
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، يو شمېر روسي سوداګرو دغه ولايت ته د سفر پرمهال پانګونې ته ليوالتيا ښودلې ده.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د يو شمېر انځورګرانو له لوري په هېواد کې د روان اقتصادي وضعيت ښودلو په موخه د انځورګرۍ يو ورځنی نندارتون جوړ شو.