د ننګرهار ۱۵ ولسوالیو کې له دوولسم فارغو نجونو ته د نیمه لوړو زدهکړو زمینه برابرېږي
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت په ١٥ ولسواليو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د نيمه لوړو زدهکړو زمينه برابروي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت په ١٥ ولسواليو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د نيمه لوړو زدهکړو زمينه برابروي.
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د مرستو موسسې ننګرهار ولايت کې له ۲۵۰ ښوونکو سره د يو ميليون افغانيو په ارزښت خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چينايي او افغان سوداګرو په ۳ میلیونه ډالره ګډه پانګونه د قيمتي ډبرو د پېر او پلور د یوه مارکېټ جوړولو چارې نن د غبرګولي په ۱۷مه پيل شوې.
د ننګرهار چارواکي وایي، په دغه ولايت کې يې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ۱۰۰ کسيزه امنيتي قطعه جوړه کړې ده.
په ننګرهار ولایت کې، د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري له ٥٥٠ وچکالۍ ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د سينديزې حوزې رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د وچکالۍ د مخنيوي په موخه د اوبو ۷ کوچني بندونه جوړوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د وچکالۍ او ځينو طبيعي افتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، د دوی په هڅو دغه ولايت کې سلو نجونو او هلکانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زدهکړې ورکړل شوې او اړوند وسايل پرې ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولايت کې يې د سويابينو د کښت او کرکيلې د ترويج لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
د ننګرهار د پنځو ولسواليو د ځېنو سیمو اوسېدونکي وايي، په سيمو کې يې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست چارواکي وايي، د بېلابېلو عملياتو پرمهال يې ۴۰ ميله وسله او شل عدده بوشکه يي بمونه تر لاسه کړي ، د قاچاق او ناقانونه ساتنې په تور يې…
د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست وايي، د دغه ولايت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د يوې لرې پرتې سيمې د سړک جوړولو چارې يې پيل کړي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، جلال اباد ښار کې د ترکيې په مرسته د نجونو د يوه ښوونځي ودانۍ بياورغول شوه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ننګرهار ولایت او یو شمیر ولسوالیو ته د سفر پرمهال اړوندو مسوولینو ته له خپلې خاورې د ساتنې په موخه د لازمو اقداماتو سپارښتنې وکړې. د ننګرهار ولايت مقام…
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د يوه چيک پاينټ امنیتي کسانو د واده پر موټرو ډزې کړې چې له امله يې ناوې او يو بل کس ټپيان شوي دي.
ننګرهار کي د انساني قاچاق په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور اووه کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري هغه ځوان نيول شوی چې د ښځينه وو په نوم فېسبوک اډيانو له لارې يې له خلکو پيسې ترلاسه کولې.
د ننګرهار د روغتيا له رياست سره په دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو د ښه کېدو په موخه د ۱۰۸ قلمه طبي او نورو وسايلو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت په څلورو ولسواليو کې ۲۶۰۰ کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمينه برابره شوه.
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له لوري په شخصي لګښت، د يوه مهم پل د بيارغونې کار پيل شو.
په ننګرهار کې د صنعت او معدنونو خونه وايي، له هغه راهېسې چې په سالنګ کې د وارداتي برېښنا پايې پر بمونو الوځول شوې دي او برېښنا پرې شوې، په دغه ولایت کې د ۸۰ فابریکو فعالیت درېدلی دی.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري له ۳۲۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.