Language

د ننګرهار په اچين کې د درېيو رغنیزو پروژو د پلې کولو چارې پيل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له لوري د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د يوه کاریز د ترمیم او د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، دغه رغنيزې چارې به يوه مياشت کې ترسره شي او ۵۰۰ کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د جلال‌اباد سيمه‌ييز دفتر مطبوعاتو څانګې د زمري په ۵مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ليکلي چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د ۸۰۰زره افغانيو په لګښت د درېيو ټولګټو پروژو کارونه پيل کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د يادې ولسوالۍ د اشخېلو د کانال بيارغونه او همدغه سيمه کې د دوو استنادي ديوالونو جوړول شامل دي.

login or register a new account.