غزني او ننګرهار کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
په غزني او ننګرهار ولايتونو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
په غزني او ننګرهار ولايتونو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه ۷۰ بندیان ازاد شول.
د ننګرهار ولايت د عدليې ریاست له لوري په جلالاباد ښار کې له قانونه د سرغړونې او خپل سرو کړنو ترسره کولو له امله نهه موټر پلورنځي تړل شوي دي.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافيکي پېښو مخنیوي په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د جلالاباد ښار د ورزشي کلبونو د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وایي، د جلالاباد ښار مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپی دی.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د نیالګیو، بوټو او ګلانو پلورونکي وايي چې د پسرلي په راتګ سره يې کاروبار غوړېدلی او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د بوټو او ګلانو اخیستو لپاره ورځي.
د راډیو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په ننګرهار کې د «دوست» خصوصي راډیو مسوولین وايي، ځینو اقتصادي ستونزو د دغې راډیو فعالیت اغیزمن کړی، بلخوا مسوولین بیا وايي چې هڅه کوي د اعلاناتو په اخیستو له راډیوګانو سره همکاري وکړي.
د ننګرهار ولايت په درۀنور ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ځايي چارواکو په هلو ځلو د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹۸۶ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته دوه ودانۍ جوړې شوې.
د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین وایي چې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو او په دې برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د خصوصي سکټور په همکارۍ پر ۲۰ زره جریب ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې یې د ۲۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو نیمګړو روغتیايي پروژو چارې بېرته پیل کړې.
د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې يې خلکو ته د بېړنيو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعال کړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولايت ۶۰ روغتيايي مرکزونه چې د ۴۸ ډوله طبي او غیرطبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ وو، نن يې ستونزه حل هواره شوه او دغه وسایل ورکړل شول.
د ننګرهار ولايت له عمومي زندانه د اتو ښځو په ګډون ۱۲۳ کسان ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د چکډيمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د جلال اباد حوزوي روغتون په نسايي ولادي څانګه کې د مېرمنو د فيسټولا ناروغۍ عملیات خونه جوړه شوه.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې درې ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ۷ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي چې د جلالاباد سیمهيیز روغتون کې يوې مېرمنې په يو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.
ستره محکمه وايي، د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې له لوري درېيو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست او د دغه ولايت د ډاکټرانو اتحادیې يوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې يې له دې وروسته ډاکټران په خپلو شخصي کتنځايونو کې له ښوونکو فیس نه اخلي.