جلالاباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د راډیو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په ننګرهار کې د «دوست» خصوصي راډیو مسوولین وايي، ځینو اقتصادي ستونزو د دغې راډیو فعالیت اغیزمن کړی، بلخوا مسوولین بیا وايي چې هڅه کوي د اعلاناتو په اخیستو له راډیوګانو سره همکاري وکړي.
نن د فبروري ۱۳مه د راډیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. د راډیو نړۍواله ورځ په ۲۰۱۱ کې د یونسکو د غړو هېوادونو له خوا اعلان شوه او په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نړۍوالې ورځې په توګه ومنله.
«دوست» راډیو په ۲۰۱۸ کال کې جوړه شوې، د پنځو ښځینه همکارانو په ګډون ۲۲ کارکوونکي لري او په مختلفو برخو کې شپږ ساعته خپرونې لري.
د دوست راډیو د نشراتو مسوول عبدالرازق اخندزاده له پژواک خبري اژنس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په دې وروستیو کې مالي محدودیتونو د راډیو پر فعالیتونو ځکه تاثیر کړی چې په خبره یې، د پخوا په پرتله د راډیو اعلانات کم شوي، پروژې نشته او د رسنیزو ملاتړو ادارو تمویل هم له ځان سره نه لري.
دی وایي: «پخوا خو واقعاً ډېرې پروژې وې د اعلاناتو برخه کې، ځکه چې موسسې ډېرې وې نو د رسنیو اقتصادي وضعیت هم ورسره ډېر ښه و. اوس چې دا هر څه کم شوي نو طبعا د راډیوګانو اقتصادي وضعیت هم ورسره خراب شوی، دوست راډیو یوه له هغو راډیوګانو څخه ده چې اقتصادي وضعیت یې د پخوا په پرتله ډېر کمزوری شوی دی.»
هغه زیاته کړه، دوی اوس مهال یوازې یو څو کسانو ته تنخوا ورکوي او پاتي کسان تنخواوې نه لري.
اخندزاده زیاتوي: «په راډیو کې د ۲۲ کسانو له ډلې یې یوازې هغه کسان یو څه اندازه تنخواوې اخلي چې د دې ادارې په کلیدي برخه کې قرار لري، اقتصادي وضعیت تاثیر لري خو بیا هم ښه ده چې اوس وخت کې راډیو فعاله ده او د عامه پوهاوي لپاره کار کوي، نو بیخي سخت حالت هم نه ده خو هغه چې پخوا و، د هغې په نسبت یو څه ضعیفه حالت دی.»
ورته مهال، د دوست راډیو یو شمېر کارکوونکي هم شکایت کوي چې دوی ته په وخت تنخواوې نه ورکول کېږي.
عارفالله میاخېل چې په دوست راډیو کې د سیمهییزې خبریالۍ ترڅنګ ځیني ټولنیزي خپرونې هم پر مخ وړي، وایي: «لومړیو کې مې فکر کاوه چې د راډیو اقتصادي وضعیت به ښه وي او موږ ته به معاشات راکوي او زموږ به یو څه کار روان وي، خو اوس کې چې موږ د راډیو اقتصادي وضعیت ته ګورو دوی نه شي کولی خپلو خبریالانو ته یا هم د خپرونو مخ ته وړونکو ته معاشات ورکړي، زموږ غوښتنه دا ده چې رسنیو ته باید پاملرنه وشي.»
یو بل کارکوونکی غلام اسحاق صافی چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسي په دوست راډیو کې کار کوي، وایي، که مالي ملاتړ نه وي، اداره اړ ده چې خپل کارکوونکي یا رخصت کړي او یا هم دوی پرته له تنخوا ورسره کار وکړي.
ده وویل: «د اقتصادي وضعیت له امله د پخوا په پرتله کارونه یو څه کمرنګه شوي، اداره هم د دې وس او توان نه لري چې کارمندانو ته په وخت معاشات ورکړي.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیقالله قریشي بدلون بیا ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت په بیا حاکمېدو سره په دغه ولایت کې دوو نوو راډیوګانو فعالیت پیل کړی او تر اوسه د هېڅ راډیو خپرونې ټکنۍ شوې نه دي.
هغه وایي: «په ننګرهار کې دا مهال ۱۵ راډیوګانې فعالیت کوي چې خوشبختانه د اسلامي امارت په راتګ سره دوه نوې راډیوګانې فعاله شوي او د فعالیت زمینه هم ورته برابره شوي ده، تر اوسه کومې رسنۍ خپل فعالیت نه دی درولی او هغه چې د جمهوریت په وروستیو کې بندې شوې هغوی مالي ملاتړ نه لرلو.»
د قریشي په خبره، د رسنیو مالي ستونزه په ټوله کې ده خو په ننګرهار کې یې د ځینو راډیوګانو لپاره د دولتي او یو شمېر مؤسسو اعلاناتو راجلبولو برخه کې همکاري کړې او لا هم خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.
قریشي وایي: «موږ د دولتي اداراتو، مؤسسو او له عام بازار څخه د اعلاناتو راجلبولو برخه کې همکاري کړې ده او اوس دومره امکانات لري چې ۲۴ ساعته د راډیو نشرات پرې وکړي، هڅه مو کړې ده چې اعلانات ورته راجلب کړو څو هغوی خپل نشرات ۲۴ ساعته فعال وساتي، خو عموم کې مالي امکانات په دې برخه کې یو څه کم شوي دي»
بلخوا، د ژورنالېستانو ملاتړي بنسټونه وايي چې په ډېری ولایتونو کې راډیوګانې له دغسې ستونزو سره مخ دي.
د ژورنالېستانو خوندیتوب کمېټې تېر کال له ۴۰ راډیوګانو سره مالي مرسته کړې
افغانستان کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویاړ وایي، وروستیو سیاسي تحولاتو د رسنیو برخه هم اغیزمنه کړې او د هغه رسنۍ چې مالي ملاتړ چې په مؤسساتو او یو شمېر شرکتونو ولاړ و، هغه له ستونزو سره مخ شوي دي.
ده وویل، که څه هم تر یوه حده حکومت له رسنیو مالي برخه کې مرسته کړې خو بیا هم اړتیا ده چې ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاتوي: «حکومت په خپله برخه کې رسنیو ته مالیات معاف کړي، خو دا په ټوله کې کافي نه دي او بسنه نه کوي. دغه راز کوم بنسټونه چې د رسنیو برخه کې کار کوي که کورني دي او که بهرني باید د ملاتړ برخه کې کوښښ وکړي. موږ هم تېر کال له ۴۰ راډیوګانو سره دغسې مالي مرسته کړې تر څو هغوی خپل مشکلات پرې یو څه حل کړي.»
د ژورنالیستانو د شورا یو بل مشر حفیظالله بارکزی هم ورته نظر لري، د هغه په خبره په تېر کې د بهرنیو مؤسسو او شرکتونو مالي ملاتړ د یو شمېر رسنیو برخه فعاله ساتلې وه، خو اوس له ګڼو مالي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاتوي چې دوی هڅه پیل کړې څو د خبریالانو ملاتړ لپاره د مرستې صندوق فعاله کړي.
هغه وویل: «زما په اند څه چې راپورونه لرو په زیاتو ولایتونو کې خصوصي راډیوګانې خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي دغه ستونزه لري، اوس زموږ کوښښ روان دی د خبریالانو د ملاتړ لپاره یو صندوق فعاله شي او اساسنامه یې تکمیل شوې، که د خدای (ج) رضا وي دا به هم فعاله شي، د حکومت او سوداګرو له خوا به له دغه صندوق سره مرسته کېږي.»
په ننګرهار کې نه یوازې دوست راډیو، بلکې ځینې نورې افاېم راډیوګانې هم شته چې مسوولین یې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP