Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې یو شمېر کروندګر د اندېښنې په څرګندولو وايي، سږ کال دغه ولایت کې د نباتي ناروغیو له امله د کونځلو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې پولیسو هغه تورن کس نیولی چې څو ورځې مخکې یې پر یوې ماشومې جنسي تېری کړی و او وروسته یې وژلې وه.
هرات کې یوې سوداګرې په دغه ولایت کې دوو سوو نورو ښځو ته د زعفران او وچې مېوې د پروسس او بستهبندۍ برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د ګرخندوی اونۍ په مناسبت د هرات په اختیارالدین کلا کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو.
په هرات ولایت کې د ۱۸ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې د «کابل فولاد» اوسپنې ویلې کولو فابریکې د دویم فاز جوړولو چارې پرانیستل شوې.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، عربي متحده اماراتو د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره د وینې تصفیه کولو (دیالیز) نهو ماشینونو مرسته وکړه.
هرات کې یو شمېر بڼوال وایي چې د انګورو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالي له امله دغه محصول پر ممیزو بدلوي، خو سږ کال د ممیزو د پلور بازار هم پیکه دی او په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د پوهنې وزارت وایي چې په هرات ولایت کې د ۲۵ ښوونیزو مرکزونو د ودانیو بیارغونې چارې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
هرات د څو لویو پروژو لکه د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په درشل کې دی، د دې پروژې پیلېدو هېوادوال، په ځانګړي ډول هراتیان ډېر هیلهمن کړي دي.
هرات کې یوه ښځه چې د یونیم میلیون افغانیو په پانګونه یې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی وايي، دلته د خوړو خدماتو ترڅنګ ښځو ته د افکارو د تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال هم برابر شوی دی.
هرات کې امنیتي سرچینې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د غلا په تور د شپږو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP