منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:54 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بلخ او هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې پانګونې ته چمتو دي

· 1 دقیقه لوستل · 204 کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په هرات او بلخ ولایتونو کې د ۲۰۰ ميګاواټه بادي برېښنا د تولید پلان شوې پروژې د پانګونې لپاره چمتو شوې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د بلخ (نایب‌اباد۱) د ۴۰ ميګاواټه، (نایب‌اباد۲) د ۴۰ ميګاواټه، د بلخ د حیرتان د ۴۰ ميګاواټه، د هرات د دشت حوض د ۴۰ ميګاواټه او د هرات د دشت ترکه د ۴۰ ميګاواټه بادي برېښنا پروژې د تولید لپاره پلان شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې لپاره خورا ښه فرصتونه برابر کړي او ټول کورني او بهرني پانګه‌وال کولای شي په دغه سکټور کې په پوره ډاډ سره پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې اسلامي امارت پانګه‌والو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي.

دغه معاونیت لیکلي هر پانګه‌وال کولای شي د خپلې پانګونې طرحې له دغه معاونیت سره شریکې کړي.