هرات (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): هرات کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور اته کسان نیول شوي دي.
د هېواد په لوېدیځ زون کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې قولاردو د نهمې سرحدې لوا د شپږم کنډک ځواکونو د هرات د غوریان ولسوالۍ په «کلایارک» سیمه کې اته ښکاریان نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، یادو کسانو د کمیابه او نادره مرغانو ښکار کاوه چې د دې لوا د ځواکونو له لوري ونیول شول او له لومړنۍ څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP