هلمند کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله پنځه کسان ټپيان شوي
د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې پرون د اګایز یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې پرون د اګایز یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند د واشير ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی په سیمه کې ډېری کارېزونه وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې دغه ولسوالۍ کې یواځې یو ښوونځی جوړ شوی و چې هغه هم په جګړو کې بېرته ویجاړ شوی دی.
د هلمند مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۱۵۰ دولتي کورونه له غاصبینو څخه راوګرځول شول.
یو شمېر خلک د هلمند په اوبو کې د ایران حقابې په اړه د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، ځیني د اوبو په بدل کې له ایرانه تېل غواړي او ځیني بیا وایي چې اوبه یې د هېواد د دنګو غرونو اوښکې دي او باید لومړی خپلې ځمکې خړوبې کړي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر ساري ناروغیو د اخته کسانو درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر نږدې درې زره هکټاره ځمکه پالېزونه کرل شوي . په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې به هلمند…
د هلمند ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده .
د ایران ولسمشر د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړی چې د هلمند اوبو کې یې حق ورکړي، ګنې بیا به د ګیلې حق ونه لري. د امریکا غږ د خبر له …
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په واخر کلي کې نن له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ، د ۷،۲ میلیون افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه شوه.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په هلمند ولایت کې د خوارځواکۍ پېښو له ډېرېدو خبر ورکړی او وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې په خپلو روغتیايي مرکزونو کې له زرو د ډېرو ماشومانو درملنه کړې ده.
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ یو شمېر بڼوال وايي، دوی د باغونو پالنې تجربه نه لري او له کرنې ریاسته غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د هلمند ولایت د انحصاراتو ریاست د دغه ولایت په ګرمسېر او ناوې ولسوالیو کې هغه پمپ سټېشنونه تړلي چې بېکیفیته تېل یې پلورل. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم…
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سراچې موټر د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د دغه ولایت له نږدې څلور زرو دیني عالمانو څخه د لويې دورې د اسنادو ارزونې او ازموینې بهیر پيل شو.
د هلمند عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې ۱۰ نوو روغتيايي مرکزونو فعالیت پیل کړ.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې بست روغتون ته څېرمه د ساري ناروغیو درملنې لپاره یو ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د هلمند مسوولین خبر ورکوي چې د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړونده سيمه کې یو کس په سیند کې ډوب او مړ شوی دی.
د هلمند په موسیکلا ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او فعالې شوې.