ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  ایران ولسمشر : د هلمند اوبو کې زموږ حق راکړئ، بیا د ګیلې حق نه لرئ

د ایران ولسمشر : د هلمند اوبو کې زموږ حق راکړئ، بیا د ګیلې حق نه لرئ

author avatar
18 May 2023 - 22:48
د  ایران ولسمشر : د هلمند اوبو کې زموږ حق راکړئ، بیا د ګیلې حق نه لرئ
author avatar
18 May 2023 - 22:48

اټلانټا (پژواک، ۲۸ ثور  ۱۴۰۲): د ایران ولسمشر د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړی چې د هلمند اوبو کې یې حق ورکړي، ګنې بیا به د ګیلې حق ونه لري.

د  امریکا غږ د خبر له  مخې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې پرون دغه هېواد د سیستان – بلوچستان ولایت ته یې د یوې پروژې پرانیستلو لپاره  سفر کړی و،‌ د افغانستان سرپرست  حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د اوبو حق ورکړي.

هغه خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د طالبانو حکومت دې د ایران د حکومت منطق عادی و نه ګڼي او تهران د هلمند سیند څخه د اوبو د خپل حق په اړه “ډیر جدي”‌ دی.‌

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دغه هېواد وچکالۍ ځپلي سویل ختیځ ته د سفر پر مهال وویل: “زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي”.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان باید ایراني کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې د کمال خان بند کې د اوبو د وضعیت “مستقیمه” لیدنه او ارزونه وکړي، او زیاته یې کړه چې “د وخت په تیریدو سره ستونزه نه حل کیږي”.

هغه همدا راز وویل: ” کله کله اوریدل کیږي‌ چې بند کې چندانې اوبه نشته یا بند کې خټي او لوشې دي. د افغانستان واکمنان باید زموږ کارپوهانو ته اجازه ورکړي چې ددې خبرې ارزونه وکړي. که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تائید کړي، موږ څه نه ووایو، او که نه زموږ د خلکو د حق ضایع کېدو اجازه به چاته ورنه کړو “.

د ایران ولسمشر زیاته کړه، سره له دې چې د اوبو مسله یوه نړیواله او سیمه ییزه موضوع ده، خو د هغه حکومت به له افغانستان سره پر ګډه پوله د خپلو ټولو وګړو حق واخلي.

نوموړي خبرداری ورکړ: “زما خبره جدي‌ ونیسئ بیا وروسته ګیله ونه کړئ چې موږ ته ویل شوي نه وو یا داسې مو انګیرله چې د ډپلوماسۍ او سیاست او د وخت په تیریدو سره ددې موضوع څخه تیریږو.”

هغه وویل چې ایران په افغانستان کې د خپل استازي په واسطه د ډپلوماسۍ له لارې او د سیستان- بلوچستان ولایت د مسوولینو له خوا د اوبو حق مسله تعقیبوي، خو د افغانستان حاکمان باید په دې اړه چټک عمل وکړي.

د یادونې و ړ ده چې پرون د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت  امیر خان متقي د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سره ټېلېفوني خبرې کړې وې.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه مترمعکبه اوبه ایران ته ورکړي.

Visits: 215

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.