منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هلمند

۵۷۷ راپورونه

راپورونه

هلمند کې یو شمېر کوچیان د مرستو غوښتنه کوي

هلمند کې مېشت یو شمېر کوچیان د ژمي رارسېدو ته اندېښمن دي او وايي چې د وروستیو وچکالیو له امله يې خپله ډېره برخه مالداري له لاسه ورکړې او اوس د دې توان نه لري چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

غړي

هلمند کې د نشه‌یې توکو پروسس دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي

د هلمند ولایت امنیتې مسوولین وایي چې په باغران ولسوالۍ کې  د نشه یې توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو له لوري د یو لړ کشفي معلوماتو په پر بنسټ دوه بابه د نشه یې توکو د پروسس کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.

غړي

د هلمند د څلورو ولسوالیو ځیني اوسېدونکي لښکرګاه ته د غځېدلو لارو جوړېدو غوښتنه کوي

د هلمند د ګرمسېر، خانشین، بهرامچې او دېشو ولسوالیو یو شمېر خلک وايي چې د لارو خرابوالي له امله د دغه ولایت مرکز لښګرګاه ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې یادې لارې جوړې کړي.

نور راپورونه