منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

امنیتي مسوولین هلمند کې د دوو غلو د وژلو او دوو نورو د نیولو خبر ورکوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۷ کتنې · تازه شوی

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.

د هلمند امنيې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه ولایت د باباجي ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لویه لار دوه غله وژل شوي او دوه نور یې ژوندي نیولي دي.

سرچینې زیاته کړه چې یاد غله یوه کور ته اوښتي وو، امنیتي ځواکونو غوښتل ويې نیسي خو نښته یې وکړه، دوه ووژل شول او دوه نور ونیول شول.