منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۳ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هېواد

۴۵۲ راپورونه

راپورونه

غړي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تر اوسه څه باندې ۱۵ میلیون هېوادوالو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې هېواد کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پيل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۵ میلیون کسانو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت: تېر زېږدیز کال په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله ۷۱ کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۴۱ سلنه او له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ سلنه کم شوی دی.

غړي

 تېرو درېیو کلونو کې هېواد کې پر نشه‌یي توکو د ۱۳۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې

کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو پر درملنه په کلني ډول یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۳۵ زره روږدو درملنه شوې ده.

غړي

د چارو اداره: هېواد کې د ناسمو دودونو مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه

د چارو اداره وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم یې په هېواد کې د ناسمو دودونو د مخنیوي او اصلاح په موخه یوه کړنلاره تصویب کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په پلې کېدو سره به یې په ټولنه کې اصلاح رامنځته شي.

غړي

له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره: په هېواد کې امنیت تامین دی، ځمکې باید له ماینونو پاکې شي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې سرپرست د ماین‌پاکۍ د داخلي او بهرنیو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې امنیت تامین شوی او باید ټولې ځمکې له ماینونو پاکې شي.

منوچهر: د هېواد له ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله به د اسیا ملتونو جام سیالیو کې پیاوړی راڅرګنده شي

د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمر د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، له فوټبال فدراسیون سره ستر پلانونه لري، څو وکولای شي د ۲۰۲۵ کال اسیا ملتونو جام سیالیو کې پیاوړي راڅرګند شي. 

غړي

د هېواد د ای‌ټي‌اېف تکواندو ورزشکارانو او جیټ‌کانډو کمېټې د ازبکستان سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د افغانستان د المپیک، بدني‌ روزنې او ورزش عمومي کمېټه وايي، د هېواد جیټ‌کانډو کمېټې او د ووشو په ملي فدراسیون کې د ای‌ټي‌اېف تکواندو ورزشکارانو د ازبکستان په سیالیو کې شپږ د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

نور راپورونه