Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د کانونو له قراردادیانو، د فابریکو له مالکانو او د مالګې اتحادیې له غړو سره لیدنه کې ویلي چې د مالګي پر وارداتو بشپړ بندیز لګول شوی دی.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
په بامیان کې یو شمېر موټرچلوونکي د تېلو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، اړوندې ادارې باید د بېکیفیته نفتي توکو وارداتو مخنیوی او په بازار کې د تېلو له ټانکونو او پرچونپلورنځیو څارنه وکړي.
په دې وروستیو کې کندهار ته د بېکیفیته تېلو له واردولو څخه د موټرلرونکو شکایتونه ډېر شوي او وايي، د دغه ډول تېلو په کارونې سره د دوی وسایطو ته سخت زیان رسېدلی دی.
د افغانستان د درملو صنعت او روغتیایي محصولاتو اتحادیه وایي، حکومت دې هېواد ته د غیرقانوني او بېکیفیته درملو د وارداتو مخه ونيسي؛ خو حکومتي مسوولين بيا وايي چې تر ډېره يې د غيرقانوني درملو د وارداتو مخه نيولې ده.
په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن