پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د د اګسټ ۱۴مې نمانځلو په مناسبت هوایي ډزو کې درې کسان وژل شوي او د څلورو ښځو په ګډون ۷۵ نور ټپیان دي.
کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلاماباد او واشنګټن له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په اړه تازه
د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت وايي چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د پياوار کارتلرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې غځول شوې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشت د پياوار کارتلرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د هغوی ایستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي.
کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سبا (شنبه) د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان او عراق په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلاماباد او لاهور ترمنځ په چکوال نومي سیمه کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو پېښه کې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درېاړخیزو شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ په اړه خبرې وروستۍ شوې او ټاکل شوې یادې لوبې له اسیا جام مخکې ترسره شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې د ځینو توکو تعرفې ۵۵ سلنه رالوېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ او ترجیحي تعرفې اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.