د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، نږدې ۴۰ نور افغان بندیان چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او بندیان وو، خوشي او بېرته هېواد ته راوګرځېدل.
د کډوالو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیله تر اوسه د پاکستان له بندخونو ۸۸۲ افغان کډوال ازاد شوي خو ۸۴ نور لا هم بندي دي چې د خلاصون لپاره یې جدي هڅې روانې دي.