د پکتیا په څمکنیو کې یو ځوان وژل شوی
پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ ناپېژانده کسانو یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ ناپېژانده کسانو یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
په پکتیا ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته له څه باندې پنځه زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولایت کې ۱۲۸ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پیل شو.
سېمهییز مسوولین وایي، په پکتیا کې ولایت کې له نشهیي توکو ۳۶۰ رغېدلو کسانو او د هغوی د کورنیو ښځینه غړو ته د مسلکي حرفوي زده کړو پروګرام پيل شو.
د پکتیا حکومتي مسوولین وايي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې پاکستاني ځواکونو د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې لار د مسافرو او ناروغانو پر مخ تړلې ده.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر کال په پرتله د لرګیو بیې لوړې شوې او دوی يې د پېرلو وس نه لري.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅې دروازه هم له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شوه.
د پکتیا ولایتي مسوولین وایي، دریمه ورځ هم په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډيورنډ فرضي کرښه خرلاڅې دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې پاتې ده.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
په دې وروستیو کې پکتیا ته له پاکستانه ۱۲۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې چې له دې ډلې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري او په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ لسګونه میله غیرقانوني پاکستانۍ وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له پخوا د یوې پاتې سرګلولې چاودنه کې درې خويندې وژل شوې دي.
د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد بي لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي خو بیې یې بیا ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.
د پکتیا په درېیو ولسوالیو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د چکډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې او پاتې نورو ولسوالیو کې به د خلکو اړتیا ته په کتو د سربندونو، کانالونو او یا هم د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د یوه سوادګر له لورې د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ شو.
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې نن د نیزه وهنې منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي لپاره د دې لوبې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې نن د ترکيې «نداءالخیر» ټولنې په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۰۰زره ډالرو په لګښت د یوه روغتون ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه نوې شبکه جوړه شوه او څلور نورې یې ترمیم شوې.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ۳۰ میليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ کليوالي پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.
امنیتي مسوولین وايي چې د پکتیا په اریوبځاځي ولسوالۍ کې يې د بنګو څه باندې درې زره جریب کروندې له منځه وړې دي.
د پکتیا په ځاځياریوب کې یوه لېوه درې کسان داړلي چې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان دي. د پکتیا امنیې قوماندانۍ له خوا د وږي په ۳۰مه خپره شوې…
د پکتیا کرنې ریاست مسوولین وايي چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۱۷ ټنه عسل تولید شوي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت شاوخوا دېرش برابره زیاتوالی ښيي.