د ګردېز- زرمت سړک جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې. د دغه سړک چارې نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو او برېښنا…
د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې. د دغه سړک چارې نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو او برېښنا…
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د «نښتر» دوديزې کلنۍ مشاعرې له جوړیدو خبر ورکوي او وايي، په دې مشاعره کې له بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مینهوالو برخه اخیستې وه.
پکتیا کې امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې درې کسان له یوې اندازې مهماتو او وسلو سره نیول شوي دي.
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د بنګو ۳۰۰ جریبه کرونده اړول شوې ده. د دغه ولایت امنیې قوماندان مولوي محمدعمر مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، له…
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز، زرمت، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې نن د یوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په سیدکرم او میرزکه ولسوالیو کې سېلابونو د دوو کسانو ژوند اخیستی دی.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست پکتیا ته په خپل سفر کې ویلي چې په دغه ولایت کې د مچلغو په ګډون د ۱۱ بندونو جوړولو سروې شوې ده.
پکتیا کې د ۱۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت سربند جوړ شوی، په غزني او نورستان کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې.
پکتیا کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۷۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د ځینو ولایتونو لسګونو ځوانانو د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ تفريحي پارک پاکولو لپاره حشر وکړ.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د مچلغو بند پاتې کارونه دې بشپړ کړي.
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې نن د یوې کلتوري ټولنې او سوداګرو په شخصي لګښت د یوه منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیا مسوولین وايي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا د ۳۹ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، ۲۶۵ زلزلهځپلو کورنیو ته نوي کورونه جوړ او ۱۸۴ ته کورونه ترمیم شول.
د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ یو شمېر کروندګر او قومي مشران وايي، په تېرو جګړو کې یې کرنې ډېر زیان لیدلی، اوس له حکومت غواړي څو په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي. د زرمت…
د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند په سپينه شګه سیمه کې نن د سرپنټین ډبرو د کان د استخراج چارې پيل شوې.
پکتیا کې یوه کس د انلاین سوداګرۍ لپاره سیسټم جوړ کړی چې پرون یې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعال کړ.
د پکتیا ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۷۷ میله امریکایۍ بریټا تومانچې ترلاسه شوې دي.
د پکتیا چارواکي وايي، پرون د دغه ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ په بازوخېلو سیمه کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو سربند جوړ شو.
د پکتیا ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې نن اووه نوو ګرځنده روغتيايي ټیمونو په فعالیت پیل وکړ.
د پکتیا په مرکز ګردزز کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان او څلور نور مړه شوي دي.
د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
په پکتیا کې د ۷۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي، یو داسې حلالځای یې کشف کړی چې پکې مړه شوي څاروي او هغه حیوانات حلالېدل چې غوښه یې حرامه ده. د يادې ادارې مطبوعاتي مسوول جمعهخېل همدرد پژواک…