منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:56 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
کرنهغړي

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ خلک د کرنې برخه کې له حکومته مرسته غواړي

· 2 دقیقې لوستل · 273 کتنې

ګردېز (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیا د زرمت ولسوالۍ یو شمېر کروندګر او قومي مشران وايي، په تېرو جګړو کې یې کرنې ډېر زیان لیدلی، اوس له حکومت غواړي څو په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د زرمت ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي محمدقسیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «زرمت یوه کرنیزه او د هوارې ځمکې درلودونکي سيمه ده چې ۸۰ سلنه خلک يې پر کرنه بوخت دي، خو په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او د وخت حکومت نه پاملرنې له امله یې کرنې سخت زیان لیدلی دی.»

نوموړی له حکومته غوښتنه وکړه چې کروندګرو ته دې اصلاح شوي تخمونه، کيماوي سرې او عصري کاري وسايل ورکړل شي، استنادي دېوالونه او نور سيستمونه دې ورته جوړ شي.

د یادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی او بزګر عبدالطيف هم له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وویل: «په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په زرمت ولسوالۍ کې ډېرې جګړې او ناخوالې تېرې شوې چې له امله يې دې ولسوالۍ ته هيڅ توجه ونه شوه او نه پکې د کرنې په برخه کې کوم اساسي کار وشو.»

دی وايي، اوس چې په هېواد کې جګړه ختمه شوې او شرايط ښه شوي نو دولت دې د دوی د کرنې برخې ته پاملرنه وکړي او له بزګرانو سره دې مرسته وکړي.

د پکتيا ولايت چارواکي مني چې زرمت ولسوالۍ ته د ناسمو شرايطو له امله په تېر کې پاملرنه نه ده شوې خو وايي، اوس په پام کې لري چې د کرنې په برخه کې ورسره اړينې مرستې وکړي.

د ياد ولايت د کرنې رياست مرستيال عزيزالله کريمي وايي، د زرمت ولسوالۍ د کرنيزو اړتياوو معلومولو په موخه يې يوه سروې پيل کړې چې له مخې به يې د کرنې برخه د خلکو اړتیاوې معلومې شي.

نوموړی وايي، اوس مهال د نورو ولسواليو په څېر د زرمت له خلکو سره هم وخت په وخت د کمياوي سرې او تخمونو ترڅنګ د کرنیزو وسايلو مرسته کېږي، خو دا چې دغه ولسوالي د کرنې په برخه کې ځانګړتيا لري، بايد اساسي کار ورته وشي.

کريمي وايي، پلان لري په دې ولسوالۍ کې د حاصلاتو ساتنې لپاره سړې خونې، ويالې، بندونه او نور جوړ شي او په دې اړه يې له يو شمېر ادارو سره هم خبرې کړې دي.

زرمت د پکتيا په لوېديځ کې پرته ولسوالي ده چې ډېری اوسېدونکي يې پر کرنه بوخت دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ساحل منګل
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول کرنه
کرنه

اروپايي ټولنې او د خوړ او کرنې سازمان د افغانستان د کرنې برخې ته پنځه میلیونه یورو ځانګړي کړي

فيچرونه

شبرغان کې د بادرنګو شنې خونې؛ د اوبو کمښت د یو شمېر ښځو بزګري اغېزمنه کړې ده

کرنه

د افغانستان د کرنې وزیر په یوه نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی

فيچرونه

دایکنډي کې وچکالۍ د بادامو حاصلات کم کړي؛ بڼ‌وال د څاڅکي اوبو‌لګولو سیسټم برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

کرنه

د یواېن‌ډي‌پي استازي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

فيچرونه

غزني کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د بازار غوښتنه کوي

فيچرونه

بامیان کې مالداران او لبنیات‌پلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

کرنه

د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه