ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د مړو شوو څارویو حلال‌ځای کشف او په تړاو یې یو کس نیول شوی

پکتیا کې د مړو شوو څارویو حلال‌ځای کشف او په تړاو یې یو کس نیول شوی

author avatar
28 Mar 2023 - 16:25
پکتیا کې د مړو شوو څارویو حلال‌ځای کشف او په تړاو یې یو کس نیول شوی
author avatar
28 Mar 2023 - 16:25

ګردېز (پژواک، ٨ ورى ١۴٠٢): د پکتیا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي، یو داسې حلال‌ځای یې کشف کړی چې پکې مړه شوي څاروي او هغه حیوانات حلالېدل چې غوښه یې حرامه ده.

د يادې ادارې مطبوعاتي مسوول جمعه‌خېل همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل: «د ګردېز ښاروالۍ کارکوونکو نن غرمه د حيواناتو داسې يو حلال‌ځاى کشف کړى چې مړه شوي او هغه حيوانات چې غوښه يې د خوړلو نه ده، په دې ځاى کې حلالېدل او په بازار کې پلورل کېدل.»

هغه زياته کړه، یاد حلال‌ځاى يې د ګردېز ښار په دویمه حوزه کې په يوه کور کې موندلى او په تور يې يو کس هم نيولى دى.

د نوموړي په خبره، ياد کس د ښاروالۍ او کرنې ریاست له جعلي مُهرونو څخه په استفادې د مړو شوو او مردارو څارويو غوښه د ګردېز ښار پر اوسېدونکو پلورله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.