ژبه

پکتیا کې ۷۷ میله امریکايۍ بریټا تومانچې ترلاسه شوې دي

ګردېز (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د پکتیا ولایت امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۷۷ میله امریکایۍ بریټا تومانچې ترلاسه شوې دي.

د یاد ولایت امنيې قوماندانۍ له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي: «تېره شپه امنیتي ځواکونو ۷۷ میله امریکایۍ بریټا تومانچې له قاچاقبرو څخه نیولې دي.»

د سرچینې په وینا، قاچاقبر په تېښته بریالي شوي خو امنیتي ځواکونه يې د نیولو په لټه کې دي.

په خبرپاڼه کې همداراز له جزئیاتو پرته ویل شوي چې دغه تومانچې د سپرلي په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال ترلاسه شوې دي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د پکتيا په مېرزکې ولسوالۍ کې دغه ډول لسګونه میله تومانچې ترلاسه شوې وې.

ورته موضوع