ښرنه (پکتیکا، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیکا مسوولین وايي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا د ۳۹ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، ۲۶۵ زلزلهځپلو کورنیو ته نوي کورونه جوړ او ۱۸۴ ته کورونه ترمیم شول.
د یاد ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي مطیعالله منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناروې کمېټې دغه کورونه د برمل ولسوالۍ په «ډنګر لیګډ» سیمه کې زلزلهځپلو ته سپارلي دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو کورونو د جوړولو او ترمیم چارې شپږ میاشتې مخکې پيل شوې وې.
نوموړي دغهراز وویل چې د یادو کورونو لپاره ټولټال ۹۰۰ متره دېوالونه هم جوړ شوي دي.
منصور وايي: «هر نوی جوړ شوی کور یوه د اوسېدو کوټه، یو سالون او یو تشناب لري.»
بلخوا، یو شمېر هغه کسان چې د ناروې کمېټې له خوا ورته کورونه جوړ یا ترمیم شوي خوښ دي، خو وايي چې دغه کورونه په اساسي ډول نه دي جوړ شوي.
د ډنګر لیګډ یوه سپينږیري ملک ګلشاه خان پژواک اژانس ته وویل: «په زلزله کې زموږ غونډ کورونه له خاورو سره خاورې شوي، د ناروې کمېټې له خوا ۱۵۰۰ کورونه سروې شول، خو دا ۴۴۹ یې جوړ شوي.»
هغه زیاته کړه چې دغه کورونه په اساسي ډول نه دي جوړ شوي او په وینا يې چې چاپېر دېوالونه هم نه لري.
د یادونې ده، تېر کال د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې زرورې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن