Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ لبنان کې د «پېجرونو» چاودنو له امله د حزبالله لس تنه وژل شوي او په بیروت کې د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته د دوو چاودنو له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په کرمان ولایت کې د وروستیو چاودنو له امله ۱۲ افغانانو هم خپل ژوند بایللی دی.
افغانستان کې تېر کال د ناچاودو توکو د ۲۵۲ چاودنو له امله ۴۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوس هم د هېواد په کچه په داسې حال کې پر ۱۱۹۹ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو ګواښونه شته چې تېر کال نږدې ۳۵زره ماینونه او ناچاودي توکي له منځه وړل شوي دي.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، تهران چمتو دی چې د بدخشان د وروستیو چاودنو د ټپیانو درملنې لپاره دغه هېواد ته د هغو په لېږد کې همکاري وکړي.
د سومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې د دغه هېواد د پوهنې وزارت ته څېرمه دوو چاودنو لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو پاتې د دوو سرګلولو د چاودنو له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.
سرچینې په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د دوو چاودنو خبر ورکوي او وایي، د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د یوې چاودنې له امله یو ماشوم او په کندوز کې چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي دي.
. . .
د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په بلخ کې د تېرې ورځې د چاودنو طراح نیولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP