ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې دوو چاودنو۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله

بلخ کې دوو چاودنو۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله

author avatar
28 Apr 2022 - 20:29
بلخ کې دوو چاودنو۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله
author avatar
28 Apr 2022 - 20:29

مزارشریف (پژواک، ۸ غویي، ۱۴۰۱): د‌ بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوو چاودنو نهه تنه وژلي، ۱۳ يې ټپيان کړي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي، دغه چاودنې هم‌مهاله ماښام شاوخوا ۷ بجې د مزار شريف د درېيمې او لسمې حوزې په اړوند سيمو کې په دوو موټرو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله رامنځته شوې.

هغه وويل چې په چاودنو کې نهه کسان وژل شوي، ۱۳ ټپيان دي او ټول عام خلک دي.

د چاودنو مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی.

Views: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.