ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز او بدخشان کې دوو چاودنو له امله ۴ کسان برسېرن ټپیان شوي

کندوز او بدخشان کې دوو چاودنو له امله ۴ کسان برسېرن ټپیان شوي

کندوز او فیض اباد (پژواک،۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): سرچینې په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د دوو چاودنو خبر ورکوي او وایي، د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د یوې چاودنې له امله یو ماشوم او په کندوز کې چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن سهار شاوخوا ۸ بجې د امنیتي ځواکونو پر رنجر موټر چې د فیض اباد ښار پر لور روان و، د فیض اباد ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کري سیمه کې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.»

احمدي د یادې چاودنې د تلفاتو په اړه وایي: «له نیکه مرغه د نن سهار چاودنې کومه مرګ ژوبله نه لرله.»

خو د فیض اباد ښار د لومړۍ ناحیې یوه اوسېدونکي احمد بهرام پژواک ته وویل، په دغه چاودنه کې د رنجر ټولې ښيښې ماتې شوې او یو ماشوم چې له لارې تېرېده، برسېرن ټپي شوی دی.

په دغه حال کې په کندوز ولایت کې ځايي سرچینې د یوې چاودنې خبر ورکړی.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبید‌الله پژواک ته وویل، نن سهار د کندوز ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده.

هغه د چاودنې څرنګوالي په اړه جزیات ورنکړل، خو وایي چې دغه چاودنه د درېیمې حوزې اړوند «کهنه فروشي» سیمه کې په یوه لاس ګاډي کې شوې، خو تلفات نه لري.

بلخوا، یوه عیني شاهد ګلبدین وویل: « نن سهار شاوخوا ۹ بجې په یوه څلور لارې کې چې یوې خوا ته یې  د زرګرانو او بله خوا یې د چرګانو پخوانی بازار دی، په همدې سیمه کې یوه چاودنه وشوه؛ خو نه پوهېږم چې ماین و او که کوم بل شی خو غږ یې لوړ و؛ په همغه ځای کې مې دوه درې ټپيان ولیدل، ډېر نه لږ غوندې و ډارشوم او له سیمې وتښتېدو.»

د یادونې ده، تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.