ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د ننګرهار حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یو کس د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو کې دوبېدو له امله مړه شوي دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدانوردګو او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي خو دوه نور ژغورل شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ یو ځوان د هلمند سیند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د نورستان په مرکز پارون کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې د ایټالیا په سويلي سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه، ۵۱ ژغورل شوي او ۶۴ نور لادرکه دي.
په بادغیس کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه ماشومان په اوبه کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې د ډوبې شوې کښتۍ له ۲۵ سپرلیو ۱۰ ژغورل شوي او د شپږو جسدونه تر اوسه موندل شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، یوه ماشوم د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوبو کې ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت موسیکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او له را ایستلو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن