Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځنډېدل دي.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولین وايي، په تېر کال کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۲۶۳۸ مواردو او د ښځو د پلور د ۲۹۵ مواردو» مخه نیول شوې او دغهراز د رسنیو نشرات ۹۰ سلنه اصلاح شوي دي.
پلخمري (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): د بغلان ښاروالي وايي، په پلان کې لري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپلې دوې ښځې وژلې او د درېیمې سترګې یې ړندې کړې دي.
کینیا کې یوه کس اعتراف کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې د خپلې مېرمنې په ګډون ۴۲ ښځې وژلې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ربع کې د ۱۲۲۱ ښځو په ګډون ۱۵ زره ۷۹۱ کسان په حکومتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
هرات کې مسوولین د متشبثو ښځو له ډېرېدو خبر ورکوي خو یو شمېر ښځې بیا له حکومته غواړي چې د هېواد په کچه دې د ښځو کاروبار لپاره ډېر ځایونه او مارکېټونه جوړ شي.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د «افغان ښځو» (AWEC) په نوم د ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ په ۸۳ ګروپونو کې تنظیم شوو ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول.
د هرات امنیه قومانداني وايي، هغه کس چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې، د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
په هېواد کې د بدل ودونو یو شمېر قربانيانې خپل له کړاوه ډک ژوند له امله شکایت کوي، وايي چې له دغه ناوړه دود سره باید جدي مبازره وشي.
جوزجان کې ځایي سرچینې وایي، دغه ولایت کې څه باندې ۲۲۰ ښځو ته چې له شپږ میاشتنيو حرفوي زدهکړو فارغې شوې، د کار وسایل ورکړل شول.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښوونځي یوې زدهکوونکې د غالۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۷۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP