Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
هرات کې د ښځو یوازېني ځانګړي رسټورانټ مسووله وایي چې د دغه رسټورانټ په جوړولو سره یې څو نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
پخواني ولسمشر غني هېواد کې د ښځو ژوند ته پر «جدي پاملرنې» ټینګار کوي او وايي، د ننګونو راکابو کېدو لپاره دې لومړیتوبونه مشخص او له ایران او پاکستان سره چې د خبرو بنسټ اېښودلی شوی، هغو مذاکرتو ته دې دوام ورکړل شي.
تخار کې یوه ځوان د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د غالۍاوبدنې یوه کارګاه جوړه کړې چې په کې ۴۰ ښځې پر کار بوختې دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون۲۰۰ کسان له بېلابېلو حرفوي زدهکړو فارغ شول.
جوزجان کې یوې مېرمنې چې د خیاطي کارګاه جوړولو له لارې یې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابر کړې، له کورنیو وغوښتل چې د خپلو لوڼو د وړتیاوو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې دوو ښځو ځانوژنه کړې او په اندخوی ولسوالۍ کې یو ماشوم د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شوی دی.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د څلورنيم زره ښځو په ګډون ۱۱ زره کسانو ته د سواد زدهکړو زمينه برابره شوې ده.
په سمنګان کې د وچې مېوې ټولنې مسوولین وایي چې دغه ولایت کې یې له ۳۰۰ ډېرو بېوزلو او اړو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونو کې شاوخوا درې زره کسان په کار بوخت دي چې ډېر یې ښځې دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د غالۍ او وړۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۳۰۰ بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن