ښځې
راپورونه
غني: له افغان ښځو سیاسي استفاده کېږی؛ کرزی: کار او زدهکړه د ښځو حق دی
د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې له ښځو یې حقونه اخیستي او ترې سیاسي استفاده کوي؛ بلخوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم ټینګار کړی دی.
یونیسف: په ۱۲ هېوادونو کې ٦،٩ ميليون ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې پر خوارځواکۍ اخته امیدوارو او شېدېورکوونکو مېرمنو شمېر ۲۵ سلنه ډېر شوى دى.
کابل ښار کې یو شمېر ښځې د ښاري بسونو بېرته فعالېدو غوښتنه کوي
په کابل ښار کې یو شمېر ښځې وايي، له څو کلونو راهیسې د غیرمنظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له امله له ستونزو سره مخ دي، دوی له سرپرست حکومته د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي؛…
د ناروې کډوالو شورا سرمنشي د اسلامي امارت علماوو شورا ته لیک استولی
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ایان ایګلنډ د افغانستان اسلامي امارت له علماوو شورا څخه غوښتي چې د دغه هېواد په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو په اړه دې دویم فرمان صادر شي.
غور کې یوې ښځې د تومانچې په وسیله ځانوژنه کړې
د غور امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه لایت په تیوره ولسوالۍ کې یوې ښځې د تومانچې په وسیله ځانوژنه کړې ده.
مجاهد: نادولتي موسسو کې د ښځو کار ځنډولو پرېکړه د کاري چاپېریال نه خونديتوب له امله شوې ده
د اسلامي امارت ویاند وایي چې ښځې په نادولتي موسسو کې د کاري چاپېریال نه خونديتوب او پر هغو د حکومت نه کنټرول له امله له کاره منع شوې دي. ذبیحالله مجاهد دغه څرګندونې له…
موسسو کې د ښځو پر کار بنديز په تړاو د ملګرو ملتونو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېتس په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کار کوونکو د بندېز په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته ځي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د…
د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: موسسو کې د ښځو پر کار بنديز بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي
د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپایي ټولنې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بنديز په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي. د امریکا بهرنیو…
سرپل کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی
د سرپل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند – چې پر نشهيي توکو روږدی و - وژلی دی.
مجاهد امریکا ته: هغه موسسې چې افغانستان کې فعالیت لري، د قوانینو او فرامینو پر رعایت مکلفې دي
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا سفارت شارژدافیرې څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، کومې موسسې چې دلته فعالیت کوي، باید قوانین او فرمانونه ومني. د مجاهد او امریکا…
























