ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: موسسو کې د ښځو پر کار بنديز بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: موسسو کې د ښځو پر کار بنديز بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي

author avatar
30 Dec 2022 - 00:52
د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران: موسسو کې د ښځو پر کار بنديز بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي
author avatar
30 Dec 2022 - 00:52

اټلانټا (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپایي ټولنې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بنديز په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ۸مه په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو هېوادونو کې اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، امریکا، فرانسه، جرمني، ايټالیا، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ او بریتانیا شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي هم له دوی سره په ګډه د سرپرست حکومت پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د سرپرست حکومت دا نوی اقدام د میلیونونو افغانانو ژوند چې پر بشري مرستو باندې متکي دی، له ګواښ سره مخ کوي.

د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د دې اونۍ په سر کې د دغه وزارت د سرپرست مولوي دین‌محمد حنیف په لاسلیک په یو مکتوب کې ویلي وو چې د اسلامي حجات نه مراعاتولو له امله یې په داخلي او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د یادو هېوادونو په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «تر هغه چې په افغانستان کې [ښځې] د مرستې رسونې په بهیر کې ګډون ونه کړي، د مرستې رسونې غیردولتي ادارې به پر دې ونه توانیږي چې په دغه هېواد کې تر ټولو اړو خلکو ته لاسرسی پیدا کړي او هغوی ته خواړه، درمل او نور مواد چې ورته اړتیا لري، ورسوي.»

د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي ویلي، د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو نه ګډون به افغانستان له ستونزو سره مخ کړي.

هغوی دغه راز ویلي، طالبان لا هم د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، ازادۍ او هوساینې کمزوري کولو او له نړۍوالې ټولنې سره خپلو اړیکو عادي کولو په برخه کې نه لېوالتیا ته دوام ورکوي.

په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ کار، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو ستنولو او په ټولنه کې د هغوی اساسي رول ترسره کولو په برخو کې د افغانانو له غوښتنو ملاتړ کوو.»

دغه راز هغوی ټینګار کړی چې طالبان باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.

له دې ګډې اعلامیې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون د ښځو ملاتړو نړۍوالو ادارو د سرپرست حکومت له خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پرېکړو بېرته اخیستلو غوښتنې کړې دي؛ خو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې وړاندې ټویټر کې لیکلي وو، کومې موسسې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، باید د دغه هېواد قوانین رعایت کړي.

مجاهد ویلي وو: «موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو په نوم د پرېکړو او یا هم د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو د څرګندونو په اړه بې مسوولیته وغږیږي او یا هم ګواښ وکړي.»

له بلې خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور بیا په دې وروستيو کې په يوه ويډيو کې چې طلوع‌نيوز خپره کړې ويلي، دیني عالمانو هڅې پیل کړې چې له شریعت او افغاني عنعناتو سره سم ښځو ته په غیردولتي بنسټونو کې د کار کولو لار پیدا کړي. هغه ډاډ ورکړی چې علما به د شریعت په رڼا کې د ښځو کار ځنډولو ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.