منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ښځې

۱۳۶ راپورونه

راپورونه

غړي

امریکا: د سرپرست حکومت له خوا د ښځینه فعالانو نیول د افغانستان ثبات کمزوری کوي

افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د ښځو له خوا د خپلو حقونو په اړه غږ پورته کول، د دغه هېواد لپاره ګواښ نه دی.

غړي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لغوه کړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو محدودوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي. په نیویارک کې د…

یو شمېر ښځې په بازار کې د نکریزو له ناسم کیفیته شکایت کوي

د اختر په ورځو کې پر نکریزو د لاسونو سره او ښکلي کول، د افغانانو یو هغه لرغونی دود دی چې په دې ورځو کې نجونې او ښځې پر خپلو لاسونو نکریزې پورې کوي او ځان ته د لا ډېرې نېکمرغۍ دعا کوي؛ دغه فرهنګ لا هم دوام لري، خو ځینې ښځې د تیارو جوړو شوو نکریزو له بې‌کیفیته کېدو شکایت کوي.

غړي

فاریابۍ ښځې د بیو له لوړوالي شکایت کوي

د اختر له رارسېدو سره، په مېمنه ښار کې پېرېدونکي چې ډېری یې ښځې دي، شکایت کوي چې د مناسب اقتصادي حالت نه لرلو له امله د اړتیا وړ توکو پېرېدلو توان نه لري؛ او له حکومته غواړي چې د دغه ښار اوسېدونکو ته د کار پراخه زمینه برابره کړي.

نور راپورونه