ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لغوه کړي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لغوه کړي

author avatar
11 Nov 2022 - 05:45
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لغوه کړي
author avatar
11 Nov 2022 - 05:45

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو محدودوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتر څخه د لړم په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو عمومي‌ اسمبلۍ د افغانستان په تړاو ځانګړې ناسته کړې وه.

سرچینې زیاته کړې چې ددې ناستې په پای کې یوه پرېکړه لیک خپو شو چې پکې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو او ازادیو محدود کوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر تبا کروسي وویل، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې نجونو ته په کې د تعلیم بشپړ حق نه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط او د اوسني سرپرست حکومت رامنځته کېدو سره د نجونو منځني ښوونځي تړل شوي او د ښځو پر کار او ګرځېدو هم ځینو محدودیتونه لګول شوي دي.

د امر بالمعروف وزارت په یوه تازه اقدام کې پارکونو ته د ښځو پر تګ هم بندېز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو دې غونډه کې د ۱۱۶رایو په اساس د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه یوه پرېکړه لیک هم تصویب شو. هېڅ یو هېواد دغه پرېکړه لیک ته مخالفه رایه ورنکړه خو د روسیې، چین او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه وکاروله.

په دغه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي‌ چې د بشر د حقونو درناوی وکړي او ویې ساتي، همه شمول حکومت دې جوړ کړي او د ترهګرۍ پر ضد دې مبارزه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انجي لیندرتس د دغه پرېکړه لیک متن ولوست او وې ویل چې دا پرېکړه لیک د کابل حکومت ته ښکاره پیغام لري او هغه دا چې د دغو اقداماتو له ترسره کېدو پرته یې حکومت د رسمیت پېژندنې په لوري به ګامونه نه اخیستل کېږي.

همدغه راز دغه پرېکړه لیک کې له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوي چې د ښځو، نجونو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.

د پرېکړه لیک له مخې، دغه راز په افغانستان کې د امنیت په اړه هم «ژوره اندېښنه» ښودل شوې ده او له سرپرست حکومت غوښتل شوي چې د هغو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي امنیت خرابوي.

ملګرو ملتونو په همدې غونډې کې د افغانستان د اقتصادي‌ وضعیت په اړه هم اندېښنه وښوده او وویل چې د دغه هېواد د بانکدارۍ او مالي برخو د بیا فعالېدو لپاره باید هڅې وشي‌ او د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ دې په درېیم هېواد کې د لاسرسي وړ وګرځول شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.