ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا په افغانستان کې ښځو ته پر وضع شوو محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده

امنیت شورا په افغانستان کې ښځو ته پر وضع شوو محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده

author avatar
25 May 2022 - 02:09
امنیت شورا په افغانستان کې ښځو ته پر وضع شوو محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده
author avatar
25 May 2022 - 02:09

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر “سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزې بې ثباتۍ” اندېښنه ښودلې ده.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره د غبرګولي په ۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اندېښنه د امنیت شورا پنځلسو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ښودلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې شورا غړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو “بنسټیزو حقونو ته پر نه درناوي” هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بېلابېل ډول محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

د امنیت شورا یاد محدودیتونه د ښځو او نجونو د تعلیم، کار، عامه ژوند، ګرځېدو او ځینو نورو برخو کې یاد کړي دي.

یادې شورا ټینګار کړی چې سرپرست حکومت دې په دې برخه کې خپلې خپلې ژمنې عملي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیت شورا دغه راز د سرپرست حکومت له خوا د یو شمېر بنسټونو پر تړلو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر هغه حکم هم اندېښنه ښودلې چې ښځې دې په عامه ځایونو او ټلوېزیونونو کې مخونه پټوي.

افغان حکومت څه موده مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ملي شورا دواړه دارالانشاوې، ملي امنیت شورا او پر اساسي قانون د څار کمېسیون لغوه اعلان کړل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي، هغه پالیسۍ او حکمونه لرې کړي چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقوق یې محدود کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې  یادې شورا د افغانستان پر “بې ثباته حالت” هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغانستان له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ننګونو سره مخ دی.

امنیت شورا دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) ته سپارښتنه کړې چې حالات له نږدې وڅاري، له مسوولینو او سیاسي مشرانو سره دې په تماس کې وي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د امنیت شورا د یادو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو څو ورځې مخکې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د مالي سکټور په برخه کي پرمختګونه شوي، په ډېرو نورو برخو کې لاسته‌راوړنې لري؛ امنيت تامين شوی، داعش ځپل شوی او هيچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي‌.

متقي زياته کړې وه، بانکي نظام، سره له ټولو ننګونو فعال دی او افغانۍ هم خپل ارزښت ساتلی دی.

هغه ويلي وو، د پوهنې، روغتيا، پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي. د حجاب په باب فرمان صادر شوی چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري؛ د مخدره توکو د بندېدو فرمان هم صادر شوی او عملي شوی دی.

Visits: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.