کندهار کې د شري ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو
کندهار کې په داسې حال کې د شري واکسین کمپاین پیل شو چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده.
کندهار کې په داسې حال کې د شري واکسین کمپاین پیل شو چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده.
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پنځوس متره سړک او ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار ښاروال وايي، سږ کال یې د بودجې ډېره برخه پرمختیايي چارو او د بیارغونې کارونو ته ځانګړې کړې چې د کندهار ښار د مهمو برخو د تخریب شوو سړکونو رغول هم په کې شامل دي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تېمور، جګروم او کلا ښامیر کلیو کې له ۲۲ کلونو وروسته د کرنې په برخه کې ځینې پروژې پلې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) مشرې ویلي چې راتلونکی کال به له ۲۸ میلیون افغانانو سره مرستې وکړي. په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د لړم په ۲۶مه په خپره…
د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د خبریالانو، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د ولایت مقام ویاند او د ځینو نورو ادارو مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
د کندهار له عمومي محبس څخه یوه بل ځانګړي مرکز ته د سلګونو هغو کسانو د لېږد لړۍ پیل شوه چې پر نشو روږدي وو او دغلته د درملنې په موخه ساتل کېدل.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اړوند په بلدي سیمه کې پرون یو ټوټه شوی جسد موندل شوی دی.
د کندهار امنیې قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه کشف او له منځه يووړل شوه.
د کندهار – اروزګان د دويمې لويې لارې - چې ١١٠ کيلومتره اوږدوالى لري - د جوړولو چارې پيل شوې.
په کندهار کې حکومتي سرچينې وايي چې سوداګر محمد صادق اڅکزى تر تښتولو وروسته وژل شوى او مړی یې په ميوند ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
د «افکو» ودانیز شرکت د دوو شریکانو محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي تر منځ ستونزه - چې د کندهار د عینو مېنې پر سر کلونه مخکې رامنځ ته شوې وه - د عدلیې وزارت د سرپرست او د کندهار د ځينو سوداګرو په منځګړیتوب حل شوه.
د کندهار چارواکي وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ډلهییز قبر موندل شوی چې پنځه کسان په کې خښ شوي دي.
د کندهار ښار ختیځ لور د بایپاس سړک په یوه څلورلاره کې ترافیکي پېښه شوې چې له امله یې څلور کسان (پلار، مور او د هغوی دوه ماشومان) مړه شوي دي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند د کابل - هرات پر لویه لار د یوه فیلډر او ټېلر موټرو د ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول…
د ترکیې د بشردوستانه مرستو سازمان/ IHH له لوري په کندهار کې له ۵۰۰ معلولینو سره د ویلچیرونو مرسته وشوه.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت او د کندهار د کډوالو موسسې/ KRO په تخنیکي همکاري یو چیک ډیم جوړ شو.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ ښاروالۍ مسوولین وايي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په دغه ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له خوا د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوالونو، اوبو رسولو، سړکونو او چریو جوړولو او نورې بېلابېلې پروژې پلې شوې او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.
د کندهار مرافعه محکمې د جزا دیوان له خوا ۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه چې څلور تنه یې پر غلا او یو یې پر غیراخلاقي کړنې تورن وو. د کندهار د والي ویاند…
د کندهار صنعتکاران وايي، د برېښنا نشتوالي اړ کړي څو پر دې فکر وکړي چې خپلې فابریکې له دغه ولایته وباسي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت له ۴۷زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.
په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت یې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.
په کندهار کې د هنر ورځې نمانځې مراسمو کې يو شمېر ممثلينو او انځوګرانو وويل چې هنرونه يې پامه غورځول شوي او غواړي چې پاملرنه ورته وشي. تېره ورځ ناوخته د کندهار د اطلاعاتو او…