ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
2 Nov 2022 - 16:41
کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
2 Nov 2022 - 16:41

کندهار (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند د کابل - هرات پر لویه لار د یوه فیلډر او ټېلر موټرو د ټکر له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د میوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه شوې ده چې په فیلډر موټر کې سپاره درې کسان (دوه نارینه او یوه ښځه) مړه شوي او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

ده زیاته کړه، ټپيان د امنیتي کسانو له خوا د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.