اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) مشرې ویلي چې راتلونکی کال به له ۲۸ میلیون افغانانو سره مرستې وکړي.
په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د لړم په ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د دوو ادارو (یواېناېفپيای او یونیسف) له استازو سره کندهار ته ولایت ته سفر وکړ.
سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر پر مهال دوی د کندهار له ځایي چارواکو، علماوو شورا او سوداګرۍ خونې له استازو سره د خلکو پر اړتیاوو، د نجونو پر تعلیم، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا او له سوداګریزې ټولنې سره د همکاریو او د بېلابېلو زمینو پر برابرولو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنو کتنو کې معلومه شوه چې اوس هم د خلکو د اړتیا کچه لوړه ده او د هغوی د ژوند خوندیتوب په موخه باید ېېړنۍ مرستې ورسره وشي.
سرچینې زیاته کړې، په کندهار کې د ملګرو ملتونو یادې اړوند ادارې د ښځو لپاره روغتیایي خدمات وړاندې کوي، د نجونو لپاره ټولنیز ټولګي پر مخ وړي او له بېرته راستنېدونکو سره همکارۍ کوي.
د خبرپاڼې په حواله، د یوناما مشرې په کندهار کې د یادو ادارو له ځایي له مرکزونو هم لیدنه وکړه.
بلخوا د کندهار ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې روزا اوتنبایوا د ځانګړي پلاوي په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او د کندهار له مرستیال والي الحاج مولوي حیاتالله مبارک سره يې وکتل.
سرچینې زیاته کړې، روزا اوتنبایوا وویل، کندهار ته یې د سفر موخه دا ده چې دلته د ملګرو ملتونو اړوند ټولو ادارو د روان کال د ترسره شوو او روانو پروژو ارزونه وکړي چې په خبره یې، اداره یې پلان لري څو په راتلونکي ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۲۸ میلیون افغانانو ته مرستي ورسوي.
مرستیال والي په دې لیدنه کې ویلي: «اسلامي امارت د رسمیت پېژندني په برخه کې د نړۍوالي ټولنې ټول اصول عملي کړي، نو تاسو ته په کار دا ده چې په دې برخه کي نړۍوالي ټولنې ته قناعت ورکړئ او هم د دغه نظام په راتګ سره د افغانستان رښتینی انځور له نړۍوالي ټولني او نړۍوالو هېوادونو سره شریک کړئ.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









