ژبه

ویډیويي خبر

احدي: په سویس کې د افغانستان پانګه ۴.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

خپور شوی: ۵ زمری ۱۴۰۵ موده: 4:52 پښتو

د مالیې او سوداګرۍ پخواني وزیر ډاکټر انورالحق احدي ویلي، په سویس کې د افغانستان پانګې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او ارزښت یې ۴.۲ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. احدي دغه څرګندونې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنې په اویاوم انلاین کنفرانس کې وکړې، چې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۶مه، یکشنبه، جوړ شوی و. نوموړي وویل، تر اوسه له دغو پیسو هېڅ لګښت نه دی شوی او د وضعیت له عادي کېدو سره به دغه پیسې د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شي. هغه د امریکا له خوا د کنګل شویو پاتې درې نیم میلیاردو ډالرو په اړه وویل چې دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او ډېر احتمال شته چې درېیمه، یا وروستۍ، محکمه هم پرېکړه وکړي چې دغه پیسې له کنګل کېدو خلاصې شي او د افغانانو پانګه خوندي پاتې شي. #انورالحق_احدي #افغانستان #افغان_اقتصاد #د_افغانستان_پانګه #کنګل_شوې_پانګه #سویس #ملي_بانک